ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د امريکا له خوا سپارل شوي څلور بنديان به ژر له خپلوکورنيو سره يوځاى شي”

“د امريکا له خوا سپارل شوي څلور بنديان به ژر له خپلوکورنيو سره يوځاى شي”

author avatar
21 Dec 2014 - 14:56
“د امريکا له خوا سپارل شوي څلور بنديان به ژر له خپلوکورنيو سره يوځاى شي”
author avatar
21 Dec 2014 - 14:56

کابل ( پژواک، ٣٠ ليندۍ ۹۳ ) : د افغانستان د سولې عالي شورا د امريکا له خوا افغانستان ته د څلورو بنديانو د سپارلو د هرکلي ترڅنګ د پاتې بندي افغانانو د سپارلو غوښتنه وکړه.

د امريکا دفاع وزارت پرون اعلان وکړ، چې له ګوانتانامو زندان څخه يې څلور افغان زندانيان د افغانستان حکومت ته سپارلي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د ليندۍ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د امريکا د دغه اقدام هرکلى کړى دى.

سرچينې زياته کړې چې د امريکا دفاع وزارت ددغو څلورو بنديانو د لېږد پرېکړه د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه او د سولې د عالي شورا د هلو ځلو په پايله کې کړې ده.

د سولې شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ته سپارل شوي څلور بنديان به ډېر ژر له خپلو کورنيو سره يو ځاى شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې : (( د سولې عالي شورا د افغانستان د حکومت د هغې پرېکړې چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د فعاليتونو د قانوني کېدو ، له هېواده د هغوى د وتلو د مهال وېش د اعلان او دا چې هېڅ بهرنى هېواد په افغانستان کې زندان نه شي جوړولى، هرکلى کوي.))

 د سولې شورا له ټولو هېوادوالو غوښتي چې يو بل ته سره لاسونه ورکړي، خپلې ستونزې هوارې او په هېواد کې تلپاتې سوله رامنځته کړي.

سرچينې زياته کړې چې د هېواد د روانې ستونزې د هواري يواځينۍ لاره سوله ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا له امريکا څخه غوښتي چې له ګوانتانامو زندان څخه پاتې نور افغانان هم خوشې کړي.

پرون د امريکا دفاع وزارت ويلي و، چې افغانستان ته په سپارل شويو بنديانو کې شاه ولي خان، علي ګل، عبدالغني او محمد ظاهر شامل دي.

سرچينې زياته کړې وه، چې ددغو کسانو دوسيې يې په دقيقه توګه څېړلي او تر کره پلټنو وروسته يې افغانستان ته سپارلي دي.

بله خوا په کابل کې د امريکا سفارت له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د افغانستان پر حکومت باوري دي چې ددغو بنديانو له خوا د رامنځه کېدونکو ګواښونو مخه ونيسي او له دې بنديانو سره انساني سلوک وکړي.

سرچينې زياته کړې چې د يادو بنديانو په لېږدولو سره دوى د ولسمشر اوباما هغې موخې ته چې د ګوانتانامو د زندان تړل دي، نږدې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امريکا متحده ايالات هيله لري چې د يادو بنديانو لېږد به د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزه دوستانه اړيکو د ټينګښت او په هېواد کې د تاوتريخوالي د پای ته رسولو لپاره د سياسي خبرو اترو په موخه د افغانانو تر منځ د خبرو اترو لپاره د يوه فرصت د رامنځ ته کېدو لامل شي.

سرچينې زياته کړې، امريکا د افغانانو په مشرۍ د داسې سياسي مذاکراتو ملاتړ کوي چې د طالبانو په ګډون ټولې وسله والې ډلې په کې سره راټولې شي او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه خبرې اترې وکړي.

ويل کېږي چې اوس هم په ګوانتانامو زندان کې ۱۳۲ بنديان  موجود دي چې اته تنه يې افغانان دي.

د امريکا ولسمشر په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د ګوانتانامو زندان د بندولو اعلان کړی و، خو تر اوسه دا پروسه نه ده بشپړه شوې.

امريکا په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې د وسله والو طالبانو او القاعده شبکې پر ضد په افغانستان کې د عملياتو تر پيلولو وروسته د کيوبا په ګوانتانامو جزيره کې دغه زندان جوړ کړ او په کې تر ۸۰۰ زيات بنديان ساتل شوي وو، چې شاوخوا ۱۵۰ تنه يې افغانان وو.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.