ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کلدار ولسوالۍ ته د حکومت پاملرنه کمه ده

د بلخ کلدار ولسوالۍ ته د حکومت پاملرنه کمه ده

author avatar
21 Dec 2014 - 11:47
د بلخ کلدار ولسوالۍ ته د حکومت پاملرنه کمه ده
author avatar
21 Dec 2014 - 11:47

مزارشريف (پژواک، ٣٠ لېندۍ ٩٣): د  بلخ د کلدار ولسوال وايي چې په تېرو ديارلس کلونو کې دې ولسوالۍ ته سمه پاملرنه نه ده شوې.

دی وايي چې هر کال د امو سيند له امله د سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې تخريب، د روغتيايي اسانتياوو کمښت او د پوهنې په برخه کې د نشت برابر کار د دې ولسوالۍ جدي ستونزې دي.

د کلدار ولسوال ميرويس هوتک له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې اوسنى حکومت بايد دې ولسوالۍ ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې کلدار ولسوالي ۶۹ کيلومتره اوبي سرحد لري چې له همدې امله يې هر کال د امو سيند اوبو د نه تحکيموالي له امله سلګونه جريبه ځمکه تخريبېږي.

د هغه په وينا، دغه ولسوالي د حيرتان بندر له پله بيا د کندوز تر قلعه زال ولسوالۍ پورې له تاجکستان هېواد سره ۵۲ کيلومتره او له ازبکستان هېواد سره ۱۷کيلومتره سرحد لري.

هوتک وويل چې هر کال د امو سيند له امله سلګونه جريبه کرنيزنه ځمکه او کورونه له منځه ځي.

د دې ستونزې د هوارولو وس نه له ولسوالۍ سره شته او نه هم د ولايت چارواکي مرسته کولی شي.

د کلدار ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي محمد تودي پژواک ته وويل چې د کلدار ولسوالۍ اوسېدونکي د ژوند له لومړنيو اسانتياوو هم بې برخې دي.

نوموړي زياته کړه چې هر کال د امو سيند ځمکې او کورونه وړي خو دولت ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د هغه په وينا، پنځوس جريبه کرنيزه ځمکه يې لرله چې په تېرو لسو کلونو کې امو سيند وړې ده او اوس په ريګستان کې ژوند کوي.

حاجي محمد تودي وويل چې حيرتان بندر د همدې ولسوالۍ برخه ده چې حکومت ترې هر کال ميليونونه ډالره عوايد ترلاسه کوي؛ خو دوی د ژوند له لومړنيو اسانتياوو هم برخمن نه دي.

د کلدار ولسوال هوتک وويل چې په ياده ولسوالۍ کې ۶۶زره جريبه کرنيزه ځمکه شته ده چې د دولت د نه همکارۍ له امله يې هر کال ډېری بې کښته پاتې وي.

نوموړي په کلدار کې د پوهنې برخې ته د حکومت نه پاملرنه هم د خلکو د راتلونکي لپاره يو ګواښ وباله.

د هغه په وينا، په تېرو ديارلسو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې يواځې ۱۴ ښوونځي فعال شوي دي، چې يوازې يوه لېسه په کې ده.

هوتک وويل، ډېری ښوونځي لا هم په جوماتونو او حجرو کې فعاليت لري چې له امله يې د زده کړو پر وړاندې خنډونه رامنځته کېږي.

نوموړي د نجونو د تعليم پر وړاندې د شته ستونزو يادونه هم وکړه چې د دولت د نه پاملرنې له امله لا هم د خلکو ذهنيت د نجونو د زده کړو په اړه منفي دی.

د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي خپلو لوڼو ته يوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکوي.

خو هوتک وويل، دوی هڅه کوي چې که چېرې حکومت پام وکړي؛ نو د نجونو د زده کړو په برخه کې دغه ډول ستونزې حل کېداى شي.

نوموړي په ياده ولسوالۍ کې روغتيايي ستونزې هم جدي وګڼلې چې بايد نوی حکومت ورته پام وکړي.

هغه زياته کړه چې لا هم په ټوله ولسوالي کې يو داسې کلينيک نشته چې په نسبي توګه خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

د هغه په وينا، يوازې يو کلينيک لري چې د درملنې لومړنۍ اسانتياوې په کې خورا کمې دي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد مراد پژواک ته د همدغه کلينيک په اړه وويل چې نه بستر لري او نه هم په کې د ولادي او نسايي ناروغانو د درملنې لومړنۍ اسانتياوې شته دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې لا هم خلک د ډاکترانو پر ځای پر کورنۍ درملنې ډېر باور لري.

خو ولسوال وويل، د عامې روغتيا مسوولينو وعده کړې چې په روان کال کې به دغه ستونزه حل کوي.

نوموړي زياته کړه چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د دولت نه پاملرنې له امله په دې ولسوالۍ کې هر اړخيز پرمختګ خورا کم تر سترګو کېږي چې بايد نوی حکومت ورته پام وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.