ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار مالداران د خپلو څارويو پالنې ته د دولت پاملرنه غواړي

د تخار مالداران د خپلو څارويو پالنې ته د دولت پاملرنه غواړي

author avatar
21 Dec 2014 - 14:16
د تخار مالداران د خپلو څارويو پالنې ته د دولت پاملرنه غواړي
author avatar
21 Dec 2014 - 14:16

تالقان( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٣): د تخار ولايت يو شمېر مالداران وايي، چې د هوا د سړېدو او د حيواني خوراکي توکو د کموالي له امله يې کورني څاروي هر ژمى ناروغ  او بيا مړه کېږي.

د فرخار ولسوالۍ د مشتان د سيمې اوسېدونکي امام الدين پژواک خبري اژانس ته وويل،د سړو سيمو مالدارانو ته تر اوسه د کرنې رياست له لوري د مالدارۍ په برخه کې لارښوونې نه دي شوي.

دى وايي:((څارويو ته په ژمي کې بوس،کونجاړه، وچ واښه او پخاله ورکوو. په ژمي کې څاروي ډېر  خوارېږي خو بل مشکل دا هم دى چې د څارويو دا خوراکي توکي هم کم دي.))

د رستاق ولسوالۍ يوتن مالدار ګل نبي چې ۷۰ مېږې او وزې لري وايي سږکال د حيواني خوراکي توکو د نشتوالي له امله يې ۲۰ وزې مړې شوې دي.

نوموړي زياتوي:(( د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ کېږو، څاروي ناروغيږي که د کرنې اداره را ته لار ښوونه وکړي چې څنګه خپل مالونه له لوږې او ناروغيو څخه وژغورو ښه به وي.))

ګل نبي وايي: (( د حيواني خوراکي توکو کموالى يوه ستونزه ،په ژمي کې لارې بندېدل بله ستونزه چې مالداران نه شي کولاى څو په اسانۍ سره حيواني خوراکي توکي له بازاره وپېري.))

په تخار کې د څارويو يو ډاکټر محمد شريف پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ډېر مالداران خپلو څارويو ته هغسې خوراکي توکي نه شي  پيدا کولاى چې ورته اړتيا لري.

هغه وايي، چې په تخار کې رښتيا هم ډېر څاروي په ژمي کې مړه کېږي او حکومت بايد د دې پېښو د مخنيوي حل لاره پيدا کړي.

په همدې مهال بيا د دغه ولايت د کرنې رياست د حيواني کلينيک امر ډاکټر حميدالله وايي، هغو څاريو ته لکه قچر  او سخندر چې نسل ور څخه اخيستل کېږي، ځانګړي خواړه ورکول کېږي.

 دى وايي: (( وزو او پسونو ته وربشې او د ميوو پاڼې ورکوي، هغه مالداران چې اقتصاد يې ښه وي، غواګانو ته يې کونجاړه ورکوي، نور خلک سبوس ورکوي.))

هغه زياتوي، چې دوى هرکال سلګونو مالدارانو ته حيواني خوراکي توکي او دارو درمل  ورکوي.

نوموړي زياتوي:(( هالنډ موسسه له موږ سره د وترنرۍ په برخه کې مرسته کوي، هغوى دوه کوپراتيفونه جوړکړي، ډېر خوراکي توکي چمتو کوي چې په بېړنيو حالاتو کې يې پر مالدارانو ووېشي.))

 اشکمش، چال، نمک اب، ورسج، فرخار، کلفګان او د رستاق ولسواليو يو شمېر کلي سړې سيمې دي، چې هر کال په ژمي کې په دغو سيمو کې په لسګونو څاوري د ناروغيو او د حيواني خوراکي توکو د نه شتوالي له امله  مړه کېږي ، خو چارواکو يې تراوسه دقيق شمېر نه دى خپور کړى.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.