خوست (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٣): د خوست د ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د دې ادارې په عوايدو کې ۵۵ سلنه زياتوالی راغلی دی.
د خوست ښاروال کرامت خان خپلواک نن په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې تېرکال د دوی عوايد ۱۶ ميليونه افغانۍ وو، خو سږکال د تېرو نهو مياشتو په موده کې ۳۵ ميليونو افغانيو ته رسېدلي دي.
نوموړي د ښاروالۍ په عوايدو کې د زياتوالي لاملونه، په دغه اداره کې تر ډېره بريده د فساد مخنيوی، نظارت او د سوداګرو له لوري د پوره تجايي ورکول وبلل.
خپلواک زياته کړه: ((درې مياشتې مخکې، چې زه دلته د ښاروال په توګه راتلم، ژمنه مې کړې وه، چې په دغه اداره کې به له اداري فساد او بې نظميو سره جدي مبارزه کوم.))
دغه راز هغه وويل د ښاري خدماتو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري، چې پر بنسټ به يې د ښاريانو لپاره ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.
خپلواک پر يو شمېر دولتي ادارو بيا ځل نيوکه وکړه، چې د کثافاتو د لېږدولو په برخه کې پر هغوی د ټاکل شوو پيسو له ورکړې څخه ډډه کوي.
هغه له ټولو دولتي ادارو څخه په کلکه وغوښتل، چې په ياده برخه کې نه يواځې خپل مسووليت ترسره کړي، بلکې د ښار د پاکوالي ترڅنګ له ښاروالۍ سره په نورو برخو کې مرسته وکړي.
په همدې حال کې د خوست يو شمېر ښاريان وايي، چې ښاروالي د اسانتياوو په رامنځته کولو او د ستونزو د لرې کولو په برخو کې لاډېرو هلو ځلو او جدي کار ته اړتيا لري.
د خوست ښار اوسېدونکي محمد الياس پژواک اژانس ته وويل، چې ښار ته پراختيا ورکول او په ښار کې د اوسنيو بې نظميو له منځه وړل د دې لامل کېدای شي، چې زياتره ښاري ستونزې هوارې شي.
هغه دغه راز وويل، چې د اوړي په موسم کې د باران اوبه د سيلاب په څېر پر خوست ښار راځي، چې نه يواځې ښار چټلوي، بلکې ګڼ شمېر کورونه او مارکېټونه يې د نړېدو له ګواښ سره هم مخ کړي دي.
الياس زياته کړه: ((تر هغه چې له ښاره د اوبو دوتلو منظمه لار پيدا نه شي، د خوست ښار پاکول او يا نورې اسانتياوې هيڅ ګټه نه لري.))
همدارنګه د خوست ښار يوبل اوسېدونکي احمدشاه پژواک اژانس ته وويل،چې د ښار د پراختيا ترڅنګ لازمه ده چې د ښار سړکونه او پلې لارې له سره ورغول شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن