کابل(پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه٩٣): ولسمشر اشرف غني د اېټاليا له دفاع وزير سره په کتنه کې وويل چې افغان حکومت له ترهګرۍ او افراطيت سره د پرېکنده مبارزې اراده لري.
په دغه ناسته کې چې نن له غرمې وړاندې د اېټاليا د دفاع له وزيرې مېرمن رابرته پينوتي سره په ارګ کې تر سره شوه، دواړو خواوو د دوه اړخيزه اړيکو پر پياوړتيا او پراختيا، له افغان امنيتي ځواکونو څخه د اېټاليا د اوږدمهاله ملاتړ، له ترهګرۍ سره مبارزې، د افغانستان اقتصادي پراختيا او سيمه ييزو همکاريو په اړه بحث او خبرې وکړي.
د ولسمشرۍ رياست له خوا پژواک ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د ناټو سازمان د هوډمن ملاتړ په اډانه کې له افغانستان سره د اېټاليا له ملاتړ او اوږدمهاله ژمنو ستاينه وکړه او ددغه ملاتړ دوام يې په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات د راوستلو په برخه کې مهم ارزيابي کړ.
د اېټاليا دفاع وزير ټينګار وکړ چې په افغانستان کې شوي پرمختګونه بايد خوندي او پراختيا ومومي او اېټاليا په دې برخه کې د همکارۍ لپاره چمتو ده.
د يادونې ده چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو جګړيز ماموريت د ٢٠١٥ زېږديز کال له جنورۍ مياشتې وروسته پاى ته رسېږي او افغان امنيتي ځواکونه د خپلو خلکو او هېواد امنيتي مسووليت پر غاړه اخلي. ددې ترڅنګ به له مشروع ځواک څخه د ګټه اخيستنې واک هم يواځې له افغان امنيتي ځواکونو سره وي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن