ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنه کې پنځه ماشومان ووژل شول

د ماين چاودنه کې پنځه ماشومان ووژل شول

author avatar
22 Dec 2014 - 16:25
د ماين چاودنه کې پنځه ماشومان ووژل شول
author avatar
22 Dec 2014 - 16:25

ميمنه(پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه٩٣): د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې پنځه ماشومان د ماين چاودنې له امله ووژل شول.

د شيرين تګاب ولسوال سيدلقمان ګهريک وايي چې دغه ماين تېره ورځ ماښام مهال په شور دريا سيمه کې چاودېدلى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه پېښه کې څلور ماشومان ځاى پر ځاى وژل شوي او يو بل روغتون ته د لېږدولو پرمهال مړ شوى دى. ددې ماشومانو عمرونه د ١٠ او ١٤ کلونو تر منځ دي.

ګهريک ادعا وکړه چې دغه ماين د وسله والو طالبانو يوې ډلې خپلې مخالفې ډلې ته د سيند غاړې پر سړک ځاى پر ځاى کړى و او کله چې ماشومان له سيمې تېرېدل، نو سيم يې کش کړ او چاودنه وشوه.

 هغه زياته کړه چې دولت په شور دريا سيمه کې واک نه لري او وسله وال مخالفين پرې واکمن دي.

يوه ځايي استوګن هم د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې د وسله والو طالبانو يوه ډله په سيمه کې تازه را پيدا شوې او احتمال لري چې دغه ماين يوه ګروپ بل ګروپ ته د سيمه ييزو دښمنيو له امله ايښى وي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 دا په داسې حال کې ده چې د فارياب امنيه قوماندانۍ تېره مياشت ويلي و، چې د روان کال په اوږدو کې په دې ولايت کې په بېلابېلو پېښو او چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩٢ ملکي وګړي وژل شوي او ٢١٠ نور ټپيان شوي   چې تر ټولو لويه برخه يې د طالبانو له لوري د اېښودل شويو مايونونو له امله ده.

د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، په روان ٢٠١٤ زېږديز کال کې په افغانستان کې ٣١٨٨ ملکي وګړي وژل شوي او ٦٤٢٩ نور ټپيان شوي چې د تېر کال په پرتله ٢٠ سلنه زياتوالى ښيي.

راپور  د دې مرګ ژوبلې ٧٥ سلنه مسووليت پر طالبانو، حقاني شبکې او نورو دولت ضد وسله والو  ډلو ور اچوي، خو وسله والو طالبانو دا راپور رد کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.