کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣): د کابل ښاروال محمد يونس نواندېش له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د کابل ښاروالۍ وياند عبدالقادر ارزو، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نواندېش خپله استعفا د ولسمشرۍ مقام ته لېږلې، خو تر اوسه د نوموړي دغه غوښتنه د ولسمشر له لوري نه ده منل شوې.
هغه د نواندېش د استعفا دليل په ګوته نه کړ، خو د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کاروونکو کښلي، چې کاري ستونزې د هغه د استعفا لامل شوې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
نواندېش د ١٣٨٨ کال په مرغومي مياشت کې، له هغه وروسته چې پخوانى ښاروال عبدالاحد صاحبي د څارنوالۍ له خوا په فساد تورن شو، د کابل ښاروال په توګه وګومارل شو.
بايد وويل شي، چې د نواندېش کارونه او کړنې هم له جنجالونو سره مخ وې.
د ولسې جرګې يو شمېر غړو د روان کال په غويي مياشت کې د کابل ښاروال په اداري فساد کې په لاس لرلو تورن کړ او د هغه د ګوښه کولو غوښتنه يې کړې وه.
دوى د ښاروالۍ مخې ته پر تحصن کولو سره له پخوانې ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل، چې د نواندېش د ګوښه کولو ترڅنګ د هغه په اړه څېړنې وکړي.
خو کابل ښاروال د دغو ادعاو په ردولو سره ويلي و، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي او ځينې زورواکي د ځمکو په غصب کې لاس لري او له همدې امله يې هغه تر فشار لاندې نيولى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن