ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سالارزى : نوې کابينه تر ټاکل شوي وخت پورې معرفي کېږي

سالارزى : نوې کابينه تر ټاکل شوي وخت پورې معرفي کېږي

author avatar
22 Dec 2014 - 16:54
سالارزى : نوې کابينه تر ټاکل شوي وخت پورې معرفي کېږي
author avatar
22 Dec 2014 - 16:54

کابل(پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣): ولسمشرۍ رياست په داسې حال کې چې د کابينې معرفي کولو ورځ نه په ډاګه کوي وايي چې د نوې کابينې غړي د ټاکل شوي وخت تر پاى ته رسېدو پورې معرفي کېږي.

ځينو سرچينو ويلي وو چې ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله د کابينې پر تشکيل هوکړې ته رسېدلي او حکومت نن  ( دوشنبه) يو شمېر نوماند وزيران ولسي جرګې ته ور پېژني.

د ملي يووالي حکومت له جوړېدو څخه نږدې درې مياشتې تېرېږي او ولسمشر د تلې مياشتې په اوومه د لوړې په مراسمو کې ويلي و چې نوې کابينه به تر يوې نيمې مياشتې پورې اعلان شي، خو دا کار ونه شو.

ولسمشر وروسته د ليندۍ په نهمه د لندن له کنفرانس نه وړاندې وويل چې نوې کابينه د دوو او څلورو اونيو په منځ کې معرفي کېږي، خو له دې نېټې څخه درې اونۍ تېرېږي او تر اوسه هم د کابينې د اعلان په اړه څه نه ويل کېږي.

خو د ولسمشر وياند نظيف الله سالارزي د دوشنبې په ورځ( د مرغومي لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوې کابينه به په ټاکل شوي وخت د ولسمشر له خوا اعلان شي.

هغه زياته کړه چې د نورو سرچينو له خوا د کابينې په اړه خپاره شوي راپورونه سم نه دي، نوې کابينه د ولسمشر له ژمنې سره سم  تر همغه ټاکلي وخت  پورې معرفي کېږي.

د حکومت اجرايي مشر هم د لندن او نورو کنفرانسونو له جوړېدو وړاندې ژمنه کړې وه چې نوې کابينه به له دوو تر څلورو اونيو پورې جوړه او ولسي جرګې ته ور وپېژني.

دده په خبره، په پيل کې به د کابينې د امنيتي سکتور وزيران معرفي شي، خو ټول غړي په يو ځل ولسي جرګې ته ور پېژندل کېږي.

د حکومت اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق هم تېره ورځ وويل چې د کابينې اصلي برخه امنيتي او اقتصادي وزيران دي چې تر يوې يا دوو نورو ورځو پورې به اعلان شي.

د محقق په خبره، د کابينې پاتې غړي به هم تر راتلونکې اونۍ پورې نهايي شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې څو ځلې د کابينې په اعلان کې د ځنډ او ور پېژندلو په اړه  نيوکه کړې او دا چاره  يې د دولتي چارو د شاته پاتې کېدو او نا امنيو د زياتوالي سبب ګڼلې ده.

په ورته وخت کې مشرانو جرګې له حکومت څخه غوښتنه کړې چې مسلکي کسان دې د کابينې د غړو په توګه ور وپېژني.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.