ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله : د بيان ازادۍ ته ژمن يم

عبدالله : د بيان ازادۍ ته ژمن يم

author avatar
22 Dec 2014 - 17:44
عبدالله : د بيان ازادۍ ته ژمن يم
author avatar
22 Dec 2014 - 17:44

کابل ( پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله وايي چې په هېواد کې د بيان ازادۍ ته ژمن دى، خو له رسنيو يې وغوښتل چې ملي ګټې په پام کې ونيسي.

نوموړي دغه څرګندونې د مرغومي په لومړۍ نېټه په کابل کې له يو شمېر فرهنګيانو او ژورنالېستانو سره د ليدنې پر مهال  وکړې.

په دې غونډه کې فرهنګيانو او ژورنالېستانو خپلې بېلا بېلې ستونزې د حکومت اجراييه سره شريکې کړې او له هغه څخه يې ددې ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

اجراييه رييس زياته کړه، چې حکومت  د ژورنالېستانو او فرهنګيانو ستونزو ته به د هواري لارې چارې پيدا کوي او له دوى  يې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

عبدالله وويل چې په هېواد کې د بيان ازادۍ ته ژمن دى. هغه زياته کړه : (( دا زموږ يواځې انتخاباتي شعار نه و، بلکې موږ به په عمل کې هم دا ثابتوو.))

خو د حکومت اجراييه رييس له رسنيو وغوښتل چې د قانون په چوکاټ کې د بيان له ازادۍ ګټه پورته او له بې بندوبارۍ دې ډډه وکړي.

نوموړي په ولايتونو او ولسواليو کې له اړوندو مسوولينو وغوښتل چې معلوماتو ته د لاسرسي پر مهال له ژورنالېستانو سره همکاري وکړي.

له بې وزلو فرهنګيانو سره په بېلا بېلو برخو کې د مرستو او د  هغوى د کتابونو د چاپ  په اړه ډاکټر عبدالله وويل چې په دې اړه به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسوولينو سره خبرې وکړي.

نوموړي له ملي سوداګرو هم وغوښتل چې راوړاندې شي او له حکومت سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

هغه د ژورنالېستانو د يوې غوښتنې په ځواب کې وويل چې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ولايتونو په اړوندو رياستونو کې به فرهنګي مسلکي کسان په دندو وګومارل شي.

د ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې د دفاع کمېټې مسوول عبدالمعيد هاشمي په خپلو خبرو کې وويل چې په هېواد کې بايد سياسي جنجالونو ته نور د پاى ټکى کېښودل شي چې دده په وينا، دغو جنجالونو ټول ولس او په ځانګړې توګه فرهنګيان اندېښمن کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په ولايتونو کې د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي،دولتي ځواکونه او سيمه ييز زورواکي ژورنالېستانو ته ستونزې جوړوي.

هاشمي هم له بې وزلو فرهنګيانو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.