ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې سږکال د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي۷ قضيې ثبت شوي

فراه کې سږکال د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي۷ قضيې ثبت شوي

author avatar
22 Dec 2014 - 20:22
فراه کې سږکال د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي۷ قضيې ثبت شوي
author avatar
22 Dec 2014 - 20:22

فراه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۳): د فراه خبريالان د زبير حاتمي له کورنۍ سره د همدردۍ د ښودلو ترڅنګ وايي، سږ کال په دې ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى دى.

د فراه ولايت د سيمه ييزو او ملي رسنيو لسګونو خبريالانو د يوې ناستې په ترڅ کې د ميترا خصوصي تلويزيون تصوير اخيستونکي زبير حاتمي، چې په ځانمرګي بريد کې ټپي او بيا ومړ، د مړينې له کبله د ده له کورنۍ سره غمشريکي وکړه.

په فراه کې د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې استازي احمدشاه فطرت چې دا غونډه يې جوړه کړې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، په هېواد کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې، په ځانګړي ډول د افغان خبريال زبير حاتمي وژل د اندېښنې وړ ده او دا وضعيت د منلو نه ده.

ده زياته کړه، د فراه خبريالان د افغانستان په کچه د جګړې له ټولو غاړو څخه غواړي، چې د خبريالانو خونديتوب په خپل لومړيتوب کې ونيسي.

د فراه د اطلاعاتو او کلتور مشر فريداحمد ايوبي چې په ياده غونډه کې يې ګډون درلود، وويل چې زبير حاتمي د حقيقت په لاره کې خپل ژوند له لاسه وکړ، د افغانستان دولت او د ميترا تلويزيون مسوولين بايد د ده له کورنۍ سره مالي مرسته وکړي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې چې هېواد له امنيتي کرکېچ سره مخ دى، د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښي او قربانيان هم ډېر شوي دي.

دى زياتوي،  دا تاوتريخوالى د دې لامل کېږي، چې خبريالان ځان سانسوري ته مخه کړي او د هېواد په دې حساسو شرايطو کې حقيقت پټ پاتې شي.

په فراه کې د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې استازي احمدشاه فطرت وويل، سږ کال په فراه کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى، چې زيات يې د دولتي چارواکو له خوا دى.

نوموړى وايي: ((زموږ ټولنې دې ولايت کې کم ترکمه د تاوتريخوالي ۷ پېښې ثبت کړي، حال دا چې تېرو کلونو کې يا هېڅ او يا له يوې دوو پېښو څخه نه زياتېدې. ))

فطرت وويل، په څلورو موردو کې د فراه خبريالان د دولتي چارواکو او د طالبانو له خوا ګواښل شوي دي؛ دو مورده د فراه خبريالان د امنيتي ځواکونو له خوا وهل ټکول شوي او په يوه مورد کې د فراه د ملي تلويزيون خبريال نذيراحمد حيدري د راپور جوړونې پرمهال د ماين په چاودنه کې ټپي شوى دى.

د فراه د خبريالانو د خپلواکې ټولنې مشر عبدالرحمن ژوندي پژواک ته وويل، د فراه خبريالان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې هم زياتې ستونزې لري.

هغه وايي: ((چارواکي پر وخت معلومات نه راکوي او د دې ترڅنګ د چارواکو له ګواښ سره مخ يو.))

د ده په خبره، دې ولايت کې په ځينو کليدي اورګانونو کې پراخ فساد شته او کله چې خبريال وغواړي، راپور ورباندې جوړ کړي، ګواښل کېږي.

نوموړي وويل، دا ګواښونه زياتره د ولايت د مقام او امنيتي ارګانو له خوا ترسره کېږي.

سرچينې زياته کړه: ((په فراه کې څو محدود خبريالان شته، چې د ملي رسنيو په کچه خبرونه خپروي او که دا هم سانسور شي، نو په دې ولايت فساد لا هم د چارواکو له خوا زيات شي.))

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.