کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣): کابل ښار کې نن د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د استاد پوهاند هدايت الله وفا د جنازې او تدفين مراسم تر سره شول.
نوموړى، چې له څه مودې راهيسې د ساه لنډۍ له ناروغۍ رنځېده، په ٦٥ کلنۍ کې يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
ولسمشر اشرف غني هم د استاد وفا مړينه يوه لويه ضايعه بللې ده.
د ولسمشرۍ رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې مرحوم د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي يو پخوانى استاد و، چې د مسلکي استادانو د روزنې په برخه کې يې ډېرې هڅې کړې او د ژورنالېزم په برخه کې يې ډېرې علمي مقالې او اثار په مېراث پرېښي دي.
ولسمشر ويلي: ” پوهاند هدايت الله وفا مې د ښوونځي په دوره کې ټولګيوال و او کله مې چې د کابل پوهنتون د مشر په توګه دنده تر سره کوله؛ زما ډېر نږدې ملګرى او همکار و.”
ولسمشر اشرف غني د استاد له کورنۍ او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي له محصلينو سره د همدردۍ څرګندونه کړې او مرحوم ته يې د الله پاک له دربار څخه د بښنې استدعا او کورنۍ ته د صبر غوښتنه کړې ده.
پوهاند په ١٣٢٨ لمريز کال کې د کابل ښار په واصل اباد سيمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې او د کابل له حبيبې لېسې څخه تر فراغت وروسته په ١٣٤٧ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د ادبياتو او بشري علومو برخې ته لار ومونده او په ١٣٥٢ کال کې يې لېسانس تر لاسه کړ.
نوموړي، په ١٣٦٤ لمريز کال کې د جرمني له لپزيک پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړ او له ١٣٦٠ کال راهيسې يې د کابل پوهنتون په ژورنالېزم پوهنځي کې د استاد په توګه دنده تر سره کوله.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن