ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”طالبان د هلمند بزګر د کوکنارو کرولو ته هڅوي”

”طالبان د هلمند بزګر د کوکنارو کرولو ته هڅوي”

author avatar
23 Dec 2014 - 15:36
”طالبان د هلمند بزګر د کوکنارو کرولو ته هڅوي”
author avatar
23 Dec 2014 - 15:36

لښکرګاه(پژواک،٢ مرغومى  ۹۳) : د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې په دغه ولايت کې وسله وال طالبان او يو شمېر قومي مشران بزګر د کوکنارو کرکيلې ته هڅوي.

امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې په دغه ولايت کې پر قاچاقبرو او وسله والو طالبانو سربېره  يو شمېر قومي مشران د دې چارې لپاره منظم کار کوي.

د همت په وينا، د ولس او قومي مشرانو له مرستې پرته د امنيت ټنګښت او دکوکنارو مخنيوى ناشونى دى او قومي مشران بايد په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

دى زياتوي ، په هلمند کې په ځانګړي ډول شمالي ولسواليو کې يو شمېر مشران له دې وېرې چې امنيتي ځواکونه به يې دکوکنارو د کر مخه ونه نيسي، له طالبانو سره مرسته کوي چې دولتي حاکميت په سيمه کې حاکم شي.

هغه وايي، چې وسله والو طالبانو هم په ولسواليو کې کروندګر ته ويلي چې له کرل شوو کوکنارو څخه  به يې د امنيتي ځواکونو د اړولو د کمپاين پرمهال ساتنه وکړي.

نوموړي وويل اوس په ډېرو هغو سيموکې کوکنار کرل  شوي، چې واک يې د دولت له وسله والو مخالفينو سره دى، خو دوى کروندګرو ته خبر ورکړى، چې پر  وړاندې به يې کمپاين ترسره کړي.

د قوماندان په خبره ، که چېرې سږکال بيا د کوکنارو  فصل حاصل ته ورسيږي، امنيت به ورسره خراب او د دولت وسله وال مخالفين  به وکولى شي چې خپلې اړتياوې  له دې لارې پوره کړي.

د هلمند د ولايتي شورا مشر حاجي محمدکريم پژواک ته وويل چې دکوکنارو په کرولو به رښتيا هم امنيت ترينګلى شي،خو دى ردوي چې ګواکې قومي مشران د کوکنارو په کرکيله کې له طالبانو سره همکاري کوي.

محمدکريم چې د شورا د چارو ترڅنګ د قوم مشري هم کوي وايي، ځايي امنيتي مسوولينو خپله کروندګرو ته دکوکنارو د کر اجازه ورکړې، څو دکمپاين پرمهال ترې پيسې ټولې کړي.

نوموړي وويل دوى په اړونده برخه کې له قومي مشرانو سره خبرې کړي، هغوى چمتو دي چې له دولت سره مرسته وکړي .

ده وويل دولت دې لومړى کروندګرو ته بديل پيدا کړي او هغه لګښتونه چې دکمپاين پرمهال يې کوي هغه دې اوس کروندګرو ته ورکړل شي، څو حلال کښت  وکړي.

په دې اړه په مشرانو کې جرګه کې د دې ولايت نوي استازي محمد هاشم الکوزي وويل د امنيت راوستل او دکوکنارو مخنيوى د امنيتي ادارو دنده ده ، خو دا دنده په سمه توګه نه ده ترسره شوې.

د ده په وينا، له يوه پلوه خلک اړ دي چې کوکنار وکري ، بله خوا په ولسواليو کې ځايي مسوولين  له خلکو سره بد چلند کوي او خلک اړکېږي څو له وسله والو مخالفينوسره يو ځاى شي.

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالخالق پژواک اژانس ته رد کړه چې ګنې قومي مشران خلک د کوکنارو کر ته هڅوي، خو د وسله والو طالبانو د هڅونې په تړاو يې څه ونه ويل.

هغه زياتوي قومي مشران په ډېرو چارو کې د حکومت ملاتړي دي او ډېرو يې په همدې کار کې قربانۍ هم ورکړې دي نو بايد حکومت ورته پاملرنه ولري.

تر دې مخکې په  هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال دادان لونګ له پژواک سره په مرکه  ويلي وو چې په دغه ولايت کې مافيايي کړۍ،  دکوکنارو کرکيله او قاچاق له  ډېرو لويو ستونزو څخه دي.

ده زياته کړې وه، چې هلمند نن سبا د سيمې په کچه دکوکنارو د کر، قاچاق  او توليد په لوی مرکز  بدل شوى او دا ستونزه دوی ته له مخامخ جګړې سخته ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.