ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کرنې وزارت اړوند شپږ زره جريبه ځمکه غصب شوې

ننګرهار کې د کرنې وزارت اړوند شپږ زره جريبه ځمکه غصب شوې

author avatar
23 Dec 2014 - 15:43
ننګرهار کې د کرنې وزارت اړوند شپږ زره جريبه ځمکه غصب شوې
author avatar
23 Dec 2014 - 15:43

جلال اباد ( پژواک، ٢ مرغومى ٩٣ ) : چارواکي وايي چې اوس هم په ننګرهار ولايت کې د کانال رياست اړوند شپږ زره جريبه ځمکه د غاصبينو په ولکه کې ده.

دوى وايي چې له دې څخه يونيم زر جريبه يې دولتي ادارو او څلور نيم زره جريبه يې نورو زورواکو او چارواکو غصب کړې ده.

د کرنې وزارت اړونده د ننګرهار د کانال  رييس انجنير زيارت ګل راحل پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې ، خو دوى تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې د غاصبينو له منګولو يې خلاصه کړي.

هغه زياته کړه : (( له يوې بيسوې نيولې تر لسګونو جريبو ځمکو پورې غصب شوى او موږ ډېره هڅه  کوو چې د غاصبينو له منګولو يې خلاصه کړو خو نه يو توانېدلي.))

د ده په خبره ، چې يو شمېر دولتي ادارو يې يو نيم زر جريبه ځمکه غصب کړې ، په خپلسر يې په کې ودانۍ جوړې کړي او همداراز يو شمېر چارواکو او زورواکو هم د کانال ځمکه غصب کړې ده، چې په وار وار يې ورته ويلي خو د دوى وس پرې نه دى رسېدلى.

دى زياتوي چې د ننګرهار د کانال (ناوې ) پراختيا رياست پر وړاندې ننګونکې مسئله د شاوخوا شپږ زره جريبه ځمکې غصب دی چې زورواکي او دولتي ادارې په کې لاس لري او بايد مرکزي اداره په کې له قاطعيته کار واخلي.

د ده په خبره، چې د کانال رياست اړوند ډېره ځمکه د فارم هډې په سيمه کې غصب شوې ده.

بله خوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړي د کانال رياست د ځمکو د غصب مسئله جدي بولي او له حکومت څخه يې د حل غوښتنه کوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر ناصر کاموال اندېښنه ښيي او وايي چې د ننګرهار ولايت دکانال ځمکه ورځ تر بلې غصبيږي چې بايد نوى حکومت ورته لاسرسى پيدا کړي او مخنيوى يې وکړي.

د نوموړي په خبره ، چې په ننګرهار کې د کانال ځمکه په بېلابېلو نومونو غصب شوې او مرکزي اداره بايد د دغه ستر غصب مخه ونيسي.

هغه پژواک ته وويل: (( دلته د کانال ځمکه په اوږد مهاله قراردادونو ورکول کيږي، نو که چېرې دا لړۍ همدا ډول دوام وکړي لوى مشکل راولاړولى شي.))

د ننګرهار ولايتي شورا غړى جاويد زمان بيا وايي چې دا مهال په ننګرهار کې د غصب کچه صفر شوې او لامل يې هم په دغه ولايت کې د ځمکو نه شتون په ګوته کوي.

نوموړي وويل: (( غصب ځکه بند شوى چې نورې ځمکې د غصب کولو لپاره نه دي پاتې،د هر زورور چې څه له واکه کېدل کړي يې دي.))

دى وايي چې په ننګرهار کې دوه ډوله غاصبين موجود دي يو هغه خلک چې ډېر غريب دي او بل هغه چې زورور دي او هر يوه يې لسګونه جريبه ځمکه غصب کړې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزى په ننګرهار کې د کانال د ځمکو غصب مني او وايي چې د نوي والي په راتګ سره د ځمکو غصب په ټپه درېدلى او دوى هڅه کوي چې ځمکې د غاصبينو له منګولو خلاصې کړي.

د ده په خبره، چې دوى په دې وروستيو کې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم يو شمېر غاصبين نيولي وو او د قانون منګولو ته يې وسپارل.

د يادولو ده چې د ننګرهار کانال ډېری ځمکې د اوږد مهاله قراردادونو په نامه ورکړل شوي چې له قراردادونو په سرغړونې سره  زورواکو او سوداګريزې مافيا سلګونه جريبه ځمکې غصب کړي او پر ځينو ځمکه يې کورونه  هم جوړ کړي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.