ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې وسله والو طالبانو د پوليو ضد واکسين کمپاين  بند کړى

هلمند کې وسله والو طالبانو د پوليو ضد واکسين کمپاين بند کړى

author avatar
23 Dec 2014 - 15:12
هلمند کې وسله والو طالبانو د پوليو ضد واکسين کمپاين  بند کړى
author avatar
23 Dec 2014 - 15:12

لښکرګاه(پژواک ۲ مرغومى ۹۳): په سوېل کې د پوليو د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره جوخت چارواکي وايي، چې طالبانو د نامعلومو لاملونو له مخې، د هلمندپه يوشمېر سيموکې د پوليو ضد واکسين پرکمپاين بنديز لګولى دى.

د عامې روغتيا وزارت د ارقام له مخې، په سوېل کې د روان کال له پيل راهيسې د ماشومانو د ګوزڼ ١٥ پېښې ثبت شوي، چې تر ټولو ډېرې يې په کندهار او ورپسې په هلمند ولايتونو کې دي.

د دغې ناروغۍ د مخنيوي په موخه د ليندۍ په ٣٠ که د سوېلي زون په څلورو ولايتونو کندهار، هلمند، اروزګان او زابل کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شوى.

خو د هلمند د عامې روغتيا رييس عنايت الله غفاري پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو د واکسين  پر بهير بنديز لګولى او دوى هڅه کوي، چې دا ستونزه هواره کړي.

نوموړي وويل په دې اړه تراوسه سم معلومات نشته چې طالبانو ولې  دغه کار کړى دى.

د ده په وينا چې په ټول هلمند کې ٧٠٠ زره ماشومان د واکسين په  شرايطو برابر دي چې کېداى شي په بندو شوو سيموکې ٣٥٠ زره ماشومان له دې پروسې بې برخې شي.

نوموړي وويل اوس دغه ستونزه په شپږو شمالي ولسواليو کې لري، خو نوموړي ددغو ولسواليو نومونه ياد نه کړل.

د هلمند سرپرست والي محمد نعيم پژواک ته وويل چې دغه ستونزه د هغو کسانو پر سر راپورته شوې چې د طالبانو او روغتيا رياست  تر منځ اړيکې سموي، خو دا چې ستونزه  يې څه  ډول ده دوى اوس په اړه  څه نه  شي ويلاى.

نوموړي غوښتنه وکړ چې د واکسين پروسه يوه  غير سياسي او نا دولتي پروسه ده د دولت وسله وال مخالفين بايد په اړونده برخه کې ستونزې هوارې کړي، څو ټولو ماشومانو ته دغه پروسه ورسيږي.

د عامي روغتيا يوه سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې دغه ستونزه  د هغه تن  د نيولو له امله رامنځته شوې چې د عامي روغتيا او طالبانو تر منځ ستونزې هواري .

ده وويل ياد تن درې ورځې وړاندې د ( ار، سي، ار، سي) په ولايتي دفتر کې له ډاکټرانو سره تر لېدنې وروسته  په ښارکې امنيتي ځواکونو نيولى او تر دې مهاله تر  پوښتنو لاندې دى.

دغې سرچينې د نيول شوي تن د جرم  په تړاو څه  ونه ويل  خو يادونه يې وکړه ، چې دغه تن  په تېرو څو کلونوکې له دوى سره مرسته کړې ده.

دکجکي ولسوالۍ د زمينداور  سيمې يوه اوسېدونکي رنګين پژواک ته وويل ،دوى واکسين نه دى ليدلى او نه  يې هم پر ګټو پوهېږي، خو پر بنديز يې خواشينى دى او د لرې کېدو غوښتنه  يې  وکړه.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي قاري مشعل پژواک ته وويل چې ياده پروسه نا دولتي ده او بله موخه نه لري، دغه پروسه د عامو خلکو لپاره ده او بايد هيڅ خوا يې پر وړاندې ستونزې پيدا نه کړي.

د هلمند ولايت  مدني ټولنو هم پر ياده مسئله اندېښنه ښودلې او په دې تړاو يې د جدي هلو ځلو غوښتنه کړې ده.

د دې ټولنې  مشر سردار محمد همدرد پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د طالبانو په دغه کار سره به شاوخوا پنځه سوه زره ماشومان له واکسين څخه بې برخې پاتې شي.

همدرد له وسله والو طالبانو وغوښتل چې په سيمه کې دې روغتيايي کار کوونکو ته اجازه ورکړي ،څو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين وکړي.

نوموړی وايي: ((روغتيايي کارکوونکو ته بايد په سيمه کې د کار کولو زمينه برابره شي، ځکه دوی په جنګ کې د ښکېلو دواړ خواو درملنه کوي.))

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې د واکسين  تطبيقوونکي دې له دوى سره اړيکه ونيسي او د دوى ترمنځ دې شته ستونزې هوارې کړي.

هغه په دې تړاو نور څه نه دي ويلي.

د يادولو ده څومياشتې وړاندې هم په هلمند کې دغه لړۍ بنده شوې وه، چې وروسته  بيا پيل شوه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.