کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٣): ولسمشر اشرف غني او امريکايي سناتور جان مکين په افغانستان او سيمه کې له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره د مبارزې پر ډېرولو ټينګار وکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن له غرمې وړاندې د امريکا د مشرانو جرګې له غړي سناتور جان مکين سره وليدل.
په ارګ کې په دې ترسره شوې ناسته کې دواړو غاړو د خپلو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پراختيا، د سيمې او افغانستان پر موضوعاتو، له افغانستان او بشري حقونو د امريکا پر اوږدمهاله ملاتړ خبرې وکړې.
دوى په افغانستان او سيمه کې له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره پر زياته مبارزه ټينګار وکړ.
ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د امريکا او د دغه له هېواد مرستو او ورکړو قربانيو مننه وکړه او سناتور جان مکين له افغانستانه پر خپل اوږدمهاله ملاتړ ټينګار وکړ.
بلخوا جان مکين د افغانستان د نن ملي يووالي حکومت د اجرايي له مشر ډاکټرعبدالله سره په ځانګړې ليدنه کې وويل چې افغانستان به روښانه راتلونکى ولري.
نوموړي په افغانستان کې په سوله ييز ډول د واک پر لېږد خوښي وښوده او زياته يې کړه: ((موږ په افغانستان کې د اوسنيو شته ننګونو پر وړاندې له افغان دولت سره همکاريو ته چمتو يو.))
ډاکټر عبدالله خبريالانو ته وويل چې جان مکين هغه کس دى چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې له افغان پوځي ځواکونو او خلکو د ملاتړ يوه څرګنده کړنلاره درلوده.
هغه زياته کړه، ټاکل شوې چې جان مکين په راتلونکې مياشت کې د امريکا د سنا مجلس د خدماتو کمېټې د مشر په توګه وټاکل شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن