ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د دانګام عمليات د ځينو لاملونو له امله له ستونزو سره مخ وو”

“د دانګام عمليات د ځينو لاملونو له امله له ستونزو سره مخ وو”

author avatar
25 Dec 2014 - 14:08
“د دانګام عمليات د ځينو لاملونو له امله له ستونزو سره مخ وو”
author avatar
25 Dec 2014 - 14:08

کابل (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٣): دفاع وزارت وايي د کونړ ولايت د دانګام عمليات چې د ځينو لاملونو له امله له ستونزو سره مخ شوي وو، اوس د پلان له مخې په بريالي ډول مخته ځي.

د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دانګام عمليات د ملي امنيت، پوليسو او ځايي خلکو په همکارۍ د ٢٠١ سېلاب قول اردو تر مشرۍ لاندې له پلان سره سم بريالي روان دي.

دفاع وزارت وايي چې د څو ورځو په اوږدو کې وسله والو مخالفينو له تعرضي بڼې لومړى دفاعي او وروسته د تېښتې جګړه غوره کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دانګام عمليات خپلې موخې ته د رسېدو لپاره له پلان سره سم مخته ځي خو د ځينو لاملولو په سبب ټکني روان دي.

دفاع وزارت وايي: ((څرنګه چې د بهرنيو ترهګرو موخه پر بې ګناه ملکي وګړو چې په خودجوشه توګه يې پاڅون کړى و، بريد و، هغوى لومړى انسانان د سپر په توګه وکارول، نو موږ مسووليت درلود چې د خلکو مال او ځان وساتو، له همدې امله له بشپړ احتياط او دقت څخه کار اخيستل کېده، څو خلکو ته زيان ونه رسېږي.))

خو دغه وزارت وايي چې د ټولو جګړه ييزو پرنسيپونو خلاف په ساحه کې پراخه ماينونه خښ شوي چې بايد په ډېر دقت پاک شي او همدارنګه نا مساعدو غرنيو ځمکو، ځنګلونو او ژمي هم خپل اغېز درلود.

سرچينه وايي چې له همدې امله د دانګام عمليات يوه اندازه په اختياط او ټکنۍ بڼه مخته تلل چې دا د افغان امنيتي ځواکونو د دفاع او امنيتي وړتياوو پر نشتوالي دلالت نه کوي او دا د هېواد او ملکي خلکو مال او ځان ستاتنې ته يو ډول درناوى دى.

سلګونه طالبانو دوې اوونۍ وړاندې پر دانګام بريد وکړ چې وروسته يې پر وړاندې ولسي پاڅون وشو.

د ځايي چارواکو په خبره، درې شپې وړاندې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو په عملياتو او بمبار کې د ١٧ پاکستانيانو په ګډون څه باندې سل وسله وال مخالفين ووژل شول او سل نور ټپيان شول.

امنيتي ځواکونو خپله مرګ ژوبله ناڅيزه ښودلې خو وسله والو طالبانو د خپلې مرګ ژوبلې په اړه د دولت ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې د تېرې شپې په عملياتو کې د دوى کسانو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې ده، تېره روځ د ښځو او ماشومانو په ګډون په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو له کلابندۍ لسګونه کورنۍ چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وې، د سپين ږيرو او ځايي مخورو په منځګريتوب له ساحې را و ايستل شوې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.