ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوي سناتوران راتلونکې اوونۍ لوړه کوي

نوي سناتوران راتلونکې اوونۍ لوړه کوي

author avatar
25 Dec 2014 - 13:40
نوي سناتوران راتلونکې اوونۍ لوړه کوي
author avatar
25 Dec 2014 - 13:40

کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٣): ټاکل شوې له ولايتي شوراګانو څخه انتخابي سناتوران د مشرانو جرګې د غړو په توګه د راتلونکې اوونۍ په لومړيو کې د لوړې مراسم ترسره کړي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يو ځاى د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شوې چې له دې ډلې د ٣٠٨ ښځو په ګډون ٢٦٠٠ کسانو په کې سيالي وکړه.

ټاکل شوې وه چې د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې د شکايتونو له څېړنې وروسته د غبرګولي مياشتې په ١٧مه اعلان شي، خو د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو د راپورته شوو ستونزو له امله د ولايتي شوراګانو شکايتونو ته لاسرسى له ځنډ سره مخ شو.

خو له کابو اوو مياشتو ځنډ وروسته د لړم په ٣مه د ولايتي شوراګانو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې ٩٧ ښځو او ٤٥٨ نارينه وو ولايتي شوراګانو ته لار ومونده.

تېره مياشت د ولايتي شوراګانو د غړو تر منځ د مشرانو جرګې د غړيتوب د ترلاسه کولو په موخه ټاکنې وشوې چې له اساسي قانون سره سم ٣٤ تنو يې مشرانو جرګې ته لار پيدا کړه.

د اساسي قانون د ٨٤مې مادې له مخې، د مشرانو جرګې غړي د هرې ولايتي جرګې له غړو يو تن د اړوندې جرګې په ټاکنه د څلورو كلونو لپاره، د هر ولايت د ولسواليو د جرګو له غړو څخه يو تن د اړوندو جرګو په ټاکنه د دريو كلونو لپاره او پاتې برخه د ولسمشر له لوري د پنځو کلونو لپاره معرفي کېږي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د راتلونکې اوونۍ په اوږدو کې به د مشرانو جرګې د غړو په توګه له ولايتي شوراګانو د سناتور په توګه انتخاب شوي کسان د لوړې مراسم ترسره کړي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د امنيتي ستونزو له امله يې کره ورځ نه شم په ګوته کولاى خو راتلونکې اوونۍ به انشاالله دغه مراسم ترسره شي.))

خو فرهاد سخي چې د کابل له ولايتي شورا يې مشرانو جرګې ته لار پيدا کړې وويل چې د راتلونکې اوونۍ د يکشنبې په ورځ به د نوو سناتورانو د لوړې مراسم ترسره شي.

هغه زياته کړه: ((ټاکل شوې وه چې نن موږ د لوړې مراسم ترسره کړو، خو د يو لړ ستونزو له امله د يکشنبې ورځې ته وځنډېدل.))

سخي وايي چې د لوړې د مراسمو په پاى کې به د جرګې د غړو تر منځ د مشرانو جرګې د اداري پلاوي لپاره ټاکنې وشي.

د هغه په وينا، د رييس د څوکۍ په ګډون به د مرستيالانو او منشيانو د څوکيو لپاره هم د جرګې د غړو ترمنځ سيالي وشي.

د اساسي قانون د ٨٧مې مادې له مخې د ملي شورا له دواړو جرګو هره يوه د كاري دورې په پيل كې له خپلو غړو څخه يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رييس، دوه تنه د لومړي نايب او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توګه د يو كال لپاره انتخابوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.