ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ختيځ کې خبريالان  له  ګواښونو سره مخ دي

په ختيځ کې خبريالان له ګواښونو سره مخ دي

author avatar
25 Dec 2014 - 17:03
په ختيځ کې خبريالان  له  ګواښونو سره مخ دي
author avatar
25 Dec 2014 - 17:03

جلال اباد (پژواک ٤ مرغومى ٩٣): په ختيځ کې مېشت خبريالان وايي، لا هم په دغه سيمه کې خبريالان له ګڼو ګواښونو سره مخ دي او له حکومته د خپلوستونزو د هواري غوښتنه کوي.

په ننګرهار کې د ختيځې سيمې د ملي ژورنالېستانو ټولنې له لوري په جوړ شوي يوه ورځني کنفرانس کې، د دې ټولنې مشر شېرشاه همدرد په ختيځ کې د خبريالانو له نه خونديتوبه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، په ياده سيمه کې هره شېبه خبريال له ګواښ سره مخ دى.

ده زياته کړه، نننۍ غونډه يې هم په همدې موخه جوړه کړې وه، چې خبريالان څرنګه وکولى شي ځانونه خوندي کړي او د پېښو له سيمې کره او بشپړ راپور په بې پرې بڼې جوړ کړي.

نوموړي وايي: ((دلته ژورنالېستان له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي، هره شېبه يې د مرګ او درد ګواښ موجود دى.))

هغه د جګړې پر ښکيلو غاړو غږ وکړ، چې د ژورنالېستانو ژوند ته دې پاملرنه وکړي او دوى دې پرېږدي، چې په بې پرې شکل خبرونه برابر کړي.

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رييس ببرک مياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ختيځ کې ګڼ شمېر خبريالان له ننګونو سره مخ دي.

نوموړي پر خبريالانو هم غږ وکړ، چې دوى دې ځاني خونديتوب ته پام وکړي او هڅه دې وکړي، چې ځانونه خوندي کړي.

ده زياته کړه: ((په ټولو جګړه ځپلو هېوادونو کې ژورنالېزم له ننګونو ډک بلل کېږي، پرته له شکه زموږ په هېواد کې هم دا مشکلات شته، خبريالان وهل کېږي، ګواښل کېږي او ان چې موږ د وژنو بېلګې هم لرو.))

ليکوال او ژورنالېست طاهر ساپي هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې په ختيځ کې ژورنالېستان د مافيايي کړيو له ګواښ سره هم مخ دي.

دى وايي، که چېرې يو ژورنالېست د فساد پر ضد يو راپور جوړ کړي، نو يوه ډله مافيايي کړۍ يې ګواښي او دا ياد ګواښ کله ناکله تر دې رسېږي، چې ژورنالېست له دندې ګوښه شي.

ده وويل: ((د رسنيو مشران هم د خپلو کارکوونکو د تقرر او انفکاک لپاره کومه ځانګړې پاليسي نه لري؛ ډېرى ژورنالېستان په ډېرو عادي خبرو سره په کور کېنول کېږي.))

د ساپي په وينا، خبريالان له وسله والو او چارواکو سربېره د زورواکو او رسنيو د مسوولينو له خوا هم ګواښل کېږي، چې بايد د دغې چارې اساسي مخنيوى وشي.

د خپلواکو ژورنالېستانو د ټولنې مشر رحيم الله سمندر هم په ټول هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې امنيتي ستونزې او نور ګڼ ګواښونه، هغه څه وبلل چې د خبريالانو پر کارونو منفي اغېزه کولى شي.

دى وايي: ((په تېر يوه کال کې شپږ خبريالان وژل شوي چې دوه يې بهرني دي؛ موږ له مشرانو سره خبرې کړي، خداى دې وکړي چې وضعيت ښه شي.))

د نوموړي په خبره، وسله والو مخالفينو هم خبريالانو ته ګواښ کړى، چې ياد ګواښ هم د خبريالانو چارې ټکنۍ کولى شي او بايد خبريالان د خپل خونديتوب لپاره هڅې وکړي.

ياده دې وي چې څه موده وړاندې هم، په کابل کې يو خبريال په ځانمرګي بريد کې ووژل شو؛ له دې وړاندې هم پر دوو بهرنيو خبريالانو بريد وشو، چې يوه خبرياله يې ووژل شوه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.