پل علم (پژواک،۵ مرغومى ۹۳ ): د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې لسو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دغه بريد تېره شپه درې نيمې بجې د يادې ولسوالۍ په ابجوش سيمه کې رامنځته شوى دى .
د بره کي برک ولسوال انجنير رحيم امين د مرغومي په ٥مه پژواک اژانس ته وويل چې ياد هوايي بريد د بهرنيو ځواکونو له لوري شوى دى.
ده زياته کړه چې په دې بريد کې پنځه عام وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي .
ولسوال وويل چې تېره شپه په ياده سيمه کې د افغان ځواکونو عمليات روان وو، خو تراوسه دا نه ده جوته شوې چې دغه هوايي بريد د افغان ځواکونو په غوښتنه تر سره شوى او که بهرنيو ځواکونو په خپلسر کړى دى.
د لوګر سرپرست والي نياز محمد اميري پژواک اژانس ته وويل :(( بهرنيانو غوښتل چې د وسله والو طالبانو يوه ډله پر نښه کړي ، خو له بده مرغه مرمۍ پر يوه کور ولګېده او څو عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله. ))
د ابجوش سيمې يوه اوسېدونکي احمد سهيل پژواک ته وويل ، چې په دغه هوايي بريد کې دوه کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.
بهرنيو ځواکونو تراوسه په دې اړه خه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن