ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې لسګونه پراختيايي پروژې درېدلې

بلخ کې لسګونه پراختيايي پروژې درېدلې

author avatar
27 Dec 2014 - 16:14
بلخ کې لسګونه پراختيايي پروژې درېدلې
author avatar
27 Dec 2014 - 16:14

مزارشريف (پژواک، ٦ مرغومى ٩٣): د بلخ چارواکي وايي، د نوي حکومت په منځ کې د لانجو له امله په دغه ولايت کې لسګونه پراختيايي پروژې بندې شوې او پر دولتي چارو يې منفي اغېز کړی دی.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د مرغومي په ۶مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې د نوي حکومت د منځته راتګ او نوې کابينې د ځنډ له امله په دغه ولايت کې دولتي چارې ټکنۍ شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې هغه پروژې چې د ماليې وزارت او يا هم د دولت د پراختيايي بوديجې له لارې تمويلېدې، په ټپه ولاړې دي.

د هغه په وينا، د يادو پروژو شمېر له ۵۰ څخه اوړي چې په مستقيمه توګه د خلکو پر ژوند اغېز لري خو د بوديجوي ستونزو له امله يې کارونه درېدلي دي.

فرهاد وويل، په دغو پروژو کې د سړک پخول، پر سړک جغل اچونه، د ښوونځيو، کلينيکونو، د کرنيزو اوبو د کانالونو جوړول او داسې نورې پراختيايي پروژې شاملې دي.

د دغه ولايت د فوايد عامې رييس نعمت الله نصرت پژواک ته وويل، چې د شتو ستونزو له امله يې ځينې پروژې بندې شي او د ځينو پروژو له ترسره کوونکو شرکتونو سره د مالي اړخ د نه بشپړاوي له امله له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه، د مزارشريف ښار له فردوسي څلورلارې تر حيرتان دوه لارې پورې د ۱۵کيلومتره سړک د جوړېدو پروژه د بوديجوي ستونزو له مله بنده شوې ده.

د ده په خبره، د يادې پروژې ۶۰سلنه چارې پر مخ تللي؛ خو له تېرو دوو مياشتو راهيسې د بوديجوي ستونزو له امله درول شوې ده.

دى زياتوي، د شولګرې ولسوالۍ د سيند ختيځ لور ته د ۲۹ کيلومتره سړک د جوړېدو پروژه هم په نيمه کې په ټپه ولاړه ده.

د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې درې داسې پروژې هم لري، چې بشپړې شوي؛ خو شرکتونو ته يې په بشپړه توګه د لګښتونو د نه رسېدو له امله له ستونزو سره مخ دي.

د والي وياند منير فرهاد وويل، د پراختيايي پروژو د ټکنيتوب ترڅنګ د بوديجوي ستونزو له امله، ځينې دولتي چارې هم ټکنۍ شوې دي.

نوموړي وايي، هېڅ دولتي رياست ته د ورځنيو اړتياوو د پوره کېدو لګښتونه نه دي ورکړل شوي.

هغه د بېلګې په توګه وويل، د تېلو، د ژمي لپاره د سون توکو او د ترميم اړوند بوديجه بشپړه بنده ده چې دولتي چارې ورسره نيمګړې شوې دي.

د بلخ ولايت د کرنې رييس کاتب شمس وويل چې د دولتي اصولو په پام کې نيولو سره بايد د لېندۍ له ۱۵مې د کب تر ۱۵مې پورې دولتي ادارو ته د سون توکو لګښتونه ورکړل شي، چې تر دې دمه نه دي ورکړل شوي.

نوموړي زياته کړه، چې دې ورته د دولتي ادارو ټول ورځني لګښتونه بند دي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل، چې يادې ستونزې يې له مرکز او مستوفيت سره شريکې کړې دي، چې بايد ژر تر ژره يې د هواري لپاره ګامونه پورته شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.