ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې پلاوى له ولسمشر او اجرائيه رييس سره ګوري

author avatar
27 Dec 2014 - 16:01
author avatar
27 Dec 2014 - 16:01

کابل (پژواک،٦ مرغومى ٩٣): د ولسي جرګې يو پلاوى د روانې اوونۍ په اوږدو کې د کانديد وزيرانو په معرفي کېدو کې د ځنډ د دلايلو د معلومولو په موخه له ولسمشر او له اجرايي رييس سره ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د تېرې شنبې په ورځ حکومت ته د کانديد وزيرانو د معرفي کولو لپاره يوه اوونۍ وخت ورکړى او ويلي يې و، که تر نن (د مرغومي شپږمه) کانديد وزيران معرفي نه شي، نو جرګه به يې په اړه ځانګړې پرېکړه وکړي.

ولسمشر محمداشرف غني او د حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله د تلې په اوومه د لوړې مراسم ترسره کړل او ويې ويل چې په ٤٥ ورځو کې به کانديد وزيران معرفي کړي، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې يو ځل بيا د کانديد وزيرانو په معرفي کېدو کې د ځنډ په اړه اوږده بحثونه وشول.

په ياده جرګه کې د بدخشان استازي څارنوال عبدالرووف انعامي وويل چې نوي حکومت د خلکو د ذهنونو د بوختولو په موخه په تېرو درېيو مياشتو کې يواځې شعارونه ورکړي دي.

هغه د ولسمشر ځينو کړنو ته اشاره وکړه او ويې ويل: ((کله په روغتون چاپه وهي او کله هم قوماندانۍ ته ځي؛ دا ډېر واړه کارونه دي، افغانستان ډېرې ستونزې لري؛ کابينه بايد معرفي شي، تر څو لږ تر لږه يو څه ستونزې کمې شي.))

ولسمشر محمداشرف غني، د خپل کار په تېرو درېيو مياشتو کې په ناڅاپي توګه د کابل د سردارمحمد داوود خان (٤٠٠ بستريز) روغتون، د کابل امنيې قوماندانۍ، محبس او ځينو نورو ادارو ته تللى دى؛ د دغو ادارو چارې يې څارلې او ځيني کسان يې له دندو هم ګوښه کړي دي.

دغه راز انعامي پر حکومت نيوکه وکړه چې د سرپرستۍ قانون خلاف يې چارې سرپرستانو ته سپارلې دي.

د سرپرستۍ قانون له مخې، هېڅ وزير له دوو مياشتو ډېر د سرپرست وزير په توګه دنده نه شي ترسره کولاى.

ولسمشر غني ټول وزيران لومړى سرپرستان اعلان کړل، خو له کابو دوو مياشتو وروسته يې له دندو ګوښه او پر ځاى يې د وزارتونو مرستيالان سرپرستان کړل.

په ياده جرګه کې د کابل استازي شېرولي وردګ وويل چې د کابينې د غړو د معرفي کولو پر سر د ولسمشر او اجرائيه رييس ترمنځ کشمکش روان دى.

هغه زياته کړه: ((زما د معلوماتو له مخې، دوى په دوو نورو مياشتو کې هم نه شي کولاى کابينه معرفي کړي؛ ځکه د کابينې د معرفۍ پر سر بزکشي روانه ده.))

وردګ له حکومته وغوښتل چې خپلمنځي جنجالونه پرېږدي او هر څه ژر کانديد وزيران جرګې ته د باور رايې اخيستنې په موخه معرفي کړي.

په ياده جرګه کې د خوست استازى کمال ناصر اصولي بيا د ملي وحدت اوسنى حکومت، د ملي يووالي حکومت نه، بلکې واک ته د رسېدو په موخه د دوو ډلو ايتلاف بولي.

هغه زياته کړه: ((ولسمشر او اجرائيه رييس تر اوسه په خپل منځ کې د کابينې پر سر جنجال لري، نو موږ او تاسو ته به څوک معرفي کړي.))

په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازى نادرخان کټوازى وايي، له اساسي قانون سره سم د وزيرانو معرفي کېدل يواځې د ولسمشر واک دى او بايد هغه يې معرفي کړي.

له اساسي قانون سره سم، وزيران د ولسمشر په وړانديز او د ولسي جرګې په تاييد ټاکل کېږي.

تر ډېرو بحثونو وروسته د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې حکومت د کانديد وزيرانو د معرفي کېدو په اړه د جرګې ضرب الاجل ته چې نن پوره شو، اړينه پاملرنه ونه کړه، اوس بايد د جرګې غړي له ملي مصلحت سره سمه پرېکړه وکړي.

د جرګې يو شمېر غړو ويل چې ولسمشر او اجرائيه رييس بايد عمومي غونډې ته وغوښتل شي، تر څو د کانديد وزيرانو د معرفي کېدو د دلايلو د معلومولو په موخه د جرګې غړو ته معلومات ورکړي.

خو د جرګې ځينو نورو غړو بيا ويل چې د جرګې اداري پلاوى، د کمېسيونونو او پارلماني ډلو مشران دې د اړوندې موضوع په اړه له ولسمشر او اجرائيه رييس سره وګوري.

په جرګه کې له حاضرو ١٢٨ کسانو څخه ٨٢ يې دوهم نظر ته موافقه رايه ورکړه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.