ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رسول يار: هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره همغږۍ اړتيا ده

رسول يار: هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره همغږۍ اړتيا ده

author avatar
27 Dec 2014 - 17:27
رسول يار: هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره همغږۍ اړتيا ده
author avatar
27 Dec 2014 - 17:27

لښکرګاه (پژواک ۶ مرغومى ۹۳): د هلمند مرستيال والي وايي، د امنيت د ټينګښت لپاره به د حکومتي ادارو او ولس ترمنځ همغږي رامنځ ته کړي.

محمد جان رسول يار، چې د ولسمشر د فرمان له مخې د هلمند مرستيال والي ټاکل شوى، نن (د مرغومي ٦مه) يې د کار د پيل په غونډه کې وويل، چې هلمند له امنيتي او اقتصادي اړخه ارزښت لري او بايد د ادارو تر منځ يې همغږۍ رامنځ ته شي.

هغه چې تردې وړاندې يې د زابل د مرستيال والي په توګه دنده ترسره کوله، ژمنه وکړه، چې د هلمند د ولس په مرسته به د ښې حکومتولۍ، امنيت او يووالي لپاره کار وکړي او زياته يې کړه: ((اړينه ده چې د خلکو امنيت خوندي شي، دلته اقتصادي پروژې پلې شي او بې روزګاري راکمه شي.))

د نوموړي په خبره، يو مهال يې په هلمند کې د پخواني والي ګلاب منګل د سلاکار په توګه کار کړى، چې تر ډېره له ولسونو سره پېژندګلوي لري او هيله مند دى، د ښې حکومتولۍ لپاره به يې پلانونه بريالي وي.

په همدې غونډه کې د هلمند سرپرست والي تورنجنرال محمد نعيم وويل، رسول يار په زابل کې د ښه فعاليت او کاري تجربې مخينه لري او په هلمند کې به يې هم هڅې بريالۍ وي.

د ده په وينا، په دې ولايت په ځانګړې توګه په شمالي ولسواليو کې امنيتي او نورې ستونزې شته، چې د هواري لپاره به يې ګډ کار وکړي.

يو تن مدني فعال بريالي بيا د هلمند له نوي مرستيال والي څخه غوښتنه وکړه، چې په دې ولايت کې د پخوانيو مسوولينو تجربو ته په کتو، نه بايد خپل وخت په کوچنيو مسايلو تېر کړي.

نوموړي د دې ولايت له قومي مشرانو او اوسېدونکو وغوښتل، چې د چارواکو د ښو کارونو ستاينه وکړي، خو د فساد او له قانون څخه د سرغړونو پر مهال يې پر وړاندې ودرېږي.

په ولسي جرګه کې د هلمند استازي نعمت الله غفاري وويل، تر هغې چې کابينه اعلان نه شي، ولايتي چارواکي به په خپلو چارو کې بريالي نه وي او دوى له همدې امله له ولسمشر څخه غوښتنه کوي، چې کابينه ژر معرفي کړي.

د يادولو ده، چې تر دې وړاندې احمد مسعود بختور د هلمند د مرستيال والي په توګه دنده تر سره کوله، چې اوس د زابل ولايت د مرستيال والي په توګه ټاکل شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.