ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلاله: دانګام کې سلګونه کورنۍ د جګړې له ګوښ سره مخ دي

جلاله: دانګام کې سلګونه کورنۍ د جګړې له ګوښ سره مخ دي

author avatar
28 Dec 2014 - 18:31
جلاله: دانګام کې سلګونه کورنۍ د جګړې له ګوښ سره مخ دي
author avatar
28 Dec 2014 - 18:31

اسعداباد (پژواک ٧ مرغومى ٩٣):د کونړ سرپرست والي وايي چې د دانګام د جګړې محاصره شوې کورنۍ امنو سيمو ته لېږدول شوي، خو څلور زره ځايي اوسېدونکي لا هم د جګړې له ګواښ سره مخ دي.

د کونړ په دې سرحدي ولسوالۍ کې ١٦ ورځې مخکې سلګونه طالبانو د ساوو قريه په سيمه بريد پيل کړ او د ورځو په تېرېدو د دې جګړې لمن نورو سيمو ته پراخېده.

چارواکي وايي چې اوس ګډو امنيتي سرتېرو د دې ولسوالۍ د کارکوړ، ايوب بانډه، کڅۍ ، چوڼۍ سر او زمان بانډه له وسله والو طالبانو نيولي او په جګړه کې برلاسي دي.

د کونړ سرپرست والي شجاع المک جلاله د مرغومي په ٧مه په اسعداباد کې مطبوعاتي غونډې ته  وويل چې په دغو سيمو کې د وسله والو له لوري محاصره شوې کورنۍ امنو سيمو ته انتقال شوې دي.

جلاله زياته کړه چې ٥٤٦ محاصره کورنۍ اسعداباد او يو زيات شمېر نورې يې د دانګام او ورڅېرمه ولسوالۍ اسمار ته کډه شوې دي.

سرپرست والي وايي:((د څلور زره په شمېر وګړي په يادې ولسوالۍ کې د جګړې له تهديد سره مخ دي او ښايي ځينې يې له هغو سيمو راکډه شي.))

نوموړى وايي چې بې ځايه شوو کورنيو ته يې په اسعداباد او نورو سيمو کې د اوسېدو ځايونه او يو اندازه مرستې وېشلي او هيله لري چې مرسته کوونکې ټولنې به نورې مرستې هم ور ورسوي.

د دانګا ولسوالۍ د پاڅون کوونکو يوه مشر حاجي مزمل په اسعداباد کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې لا هم يو شمېر کورنۍ د جګړې له ګواښ سره مخ دي خو دا تهديد په لوړه کچه نه دى.

ده وويل (( طالبانو د ساوو په کلي کې زموږ ډېر کورونه وسوځول او د کورونو سامانونه يې له ځانونو سره له کرښې اخوا يوړل او اوس يې د باجوړ په بازارونو کې د غنيمت په نامه پلوري.))

د دانګام ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبيدالله امين زي د يادې ولسوالۍ په بازار کې د پژواک خبريال ته وويل، چې د جګړې غږونه او ډزې اوري خو تراوسه يې د ملکي کسانو مړي نه دي ليدلي.

ده وويل اوس د دې ولسوالۍ په ټوله لاره امنيتي پوستې اچول شوي او د ولسوالۍ په بازار کې د   ملي اردو او سرحدي پوليسو موټر ډېر تګ راتګ کوي.

نوموړي يادونه وکړه چې افغان سرتېري دې د يادې ولسوالۍ د امنيت لپاره په سيمه کې پوستې ډېرې کړي.

د دانګا په کاونډ کې د  اسمار ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد عيسى په ياده ولسوالۍ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ده او يو شمېر قومي مشرانو له طالبانو سره جرګه کړې وه چې ملکي کسان دې نه محاصره کوي.

ده وويل اوس هم د دانګام ولسوالۍ د تورتم خوړ په سيمه کې ٥٠ کورنۍ د جګړې تر تهديد لاندې دي خو هيله ده چې په جګړه کې زيان ور ونه رسېږي.

هغه يادونه وکړه چې سلګونه وسله والو طالبانو د دانګام ولسوالۍ ډېرې سيمې نيولې وې خو افغان سرتېرو اوس بېرته دا سيمې نيولي او پوستې يې په کې جوړې کړې دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سېدخېلي نن د مرغومي په ٧مه د دانګام ولسوالۍ په چوڼۍ سيمه کې رسنيو ته وويل چې طالبان له ډېرو سيمو په شاه شوي  او  اوس  طالبان په جګړه کې ځايي خلک د سپر په توګه کاروي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي .

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.