ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان د پاسپورټ امر ونيول شو

د جوزجان د پاسپورټ امر ونيول شو

author avatar
28 Dec 2014 - 15:34
د جوزجان د پاسپورټ امر ونيول شو
author avatar
28 Dec 2014 - 15:34

ميمنه-شبرغان (پژواک، ٧ مرغومى ٩٣): په فارياب کې درې ځايي پوليس د وسله والو په بريد کې وژل شوي او د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د پاسپورټ امر په ترافيکي پېښه کې د يوه ورزشکار د له منځه تلو له امله ونيول شو.

د فارياب د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي چې په دغه بريد کې چې تېره ورځ په دينتاش سيمه کې شوى، درې ځايي پوليس په کې وژل شوي چې مړي يې له وسله والو طالبانو سره دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې درې نور پوليس ژوبل شوي دي.

يوه سيمه ييز مخور د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې طالبانو په خپل نوي تاکتيک کې پوليسو ته زيان رسولى دى.

هغه وايي: ((طالبانو خپل موټر سايکلونه په سړک غورځولي، پټ شوي او ځايي پوليسو فکر کړى چې طالبان تښتېدلي او موټرسايکلونه يې پاتې شوي دي، کله چې د هغوى موټر سايکلونه يې نيول، نو ورباندې بريد وشو.))

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په قيصار ولسوالۍ کې يې څلور اربکيان وژلي ، څلور نور ژوبل دي او تر څنګ يې څلور کلاشينکوفونه هم تر لاسه کړي دي.

بلخوا د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د پاسپورټ امر څارمن عبداللطيف وروسته له هغه چې څلور ورزشکاران يې په خپل شخصي کرولا موټر ټپيان کړي وو له تېښتېدو  وروسته نيول شوى دى.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني پژواک ته وويل چې دغه څلور تنه تېره ورځ په شبرغان ښار کې د فوټبال له لوبغالي څخه کورونو ته ستنېدل چې له دې پېښې سره مخ شول.

هغه زياته کړه چې په دغه پېښه کې څلور تنه کې ژوبل شوي، خو يو تن په کې د ژورو ټپونو له امله د کابل له لارې پاکستان ته لېږدول شوى چې تېره شپه د لارې په اوږدو کې ومړ.

جوزجانى ووايي: ((د پاسپورټ امر د دې پر ځاى چې له پېښې وروسته ځان پوليسو ته تسليم کړي او يا لږ تر لږه ټپيان روغتون ته ولېږدوي، هغوى يې ګواښلي او تښتېدلى و چې په دې کار سره يې جرم زيات شوى او له قانون سره سم به مجازات شي.))

د جوزجان ولايتي روغتون د جراحۍ څانګې مشر ډاکټر سيدامير وويل چې د درېيو کسانو ټپونه برسېرن دي او له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

د جوزجان د ترافيکو مديريت د پېښو امر لومړي څارن محمد سرور وويل هر څوک چې په هره کچه چې وي که ترافيکي نظم او مقررات مرعات نه کړي او حادثه وکړي، نو قانوني چلند ورسره کېږي.

هغه زياته کړه چې د پاسپورټ د امر دوسيه يې څارنوالۍ ته استولې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.