اسعداباد (پژواک، ٧ مرغومی ٩٣): د هېواد يوه ملي سوداګر د کونړ د دانګام ولسوالۍ له ٢٠٠ بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وکړه.
د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الـــکوزي چې يادې مرستې يې کونړ ته وړې وې، د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مرستې د هېواد د ملي سوداګر حبيب ګلزار له خوا شوې دي.
هغه زياته کړه، چې په يادو مرستو کې خــوراکي او غـير خــوراکي توکي چې اوړه، وريجې، غوړي او کمپلې دي، پر بېځايه شوو وېشل کېـږي.
دى وايي چې د هېواد نور ملي سوداګر يې هم هڅولي چې د دانګام له بېځايه شوو سره مرستې وکړي او هغوى هم په دې برخه کې ژمنې کړې دي.
د دغو مرستو د تسليمولو پر مهال الکوزي د کونړ له والي شجاع الملک جلاله وغوښتل چې مستحقو کورنيو ته يې و رسوي.
د کونړ والي پژواک ته وويل چې د دانګام ولسوالۍ په ځينو سيمو کې اوس هم جګړه روانه ده اوس له يادې ولسوالۍ ٥٤٧ کورنۍ بېځايه شوې دي.
دى وايي چې د يادې ولسوالۍ د بېځايه کورنيو د ثبت او راجستر لپاره يې ځانګړى کمېسيون ټاکلى او ژمنه يې وکړه چې دغه مرستې به مستحقو خلکو ته ورسوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن