ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځانمرګي بريد ته چمتو شوې ١٤ کلنه نجلۍ پوليسو تسليم شوه

ځانمرګي بريد ته چمتو شوې ١٤ کلنه نجلۍ پوليسو تسليم شوه

author avatar
28 Dec 2014 - 18:00
ځانمرګي بريد ته چمتو شوې ١٤ کلنه نجلۍ پوليسو تسليم شوه
author avatar
28 Dec 2014 - 18:00

لښکرګاه (پژواک ۷ مرغومى ۹۳) : د هلمند چارواکي وايي چې په نوزاد ولسوالۍ کې يوه  ۱۴ کلنه نجلۍ چې د کورنۍ او وسله والو طالبانو له خوا ځانمرګي بريد ته چمتو شوې وه، پوليسو ته تسليم شوې ده .

د هلمند د عامه نظم پوليسو د مرغومي په ٧مه، وويل دغه ١٤ کلنه نجلۍ چې زرمينه نومېږي، له نوزاد ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز لښکرګاه ته راوستل شوې ده.

زرمينې په لښکرګاه کې له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې د نوازد ولسوالۍ   د اورموز د سيمې اوسېدونکې ده .

هغې زياته کړه چې پلار يې نږدې درې اونۍ مخکې د همدې ولسوالۍ  جازي سيمې ته چېرته يې چې د ماما کور دى، بيولې وه، څو ځانمرګي بريد ته يې چمتو کړي.

نوموړې وويل چې په سيمه کې د وسله والو طالبانو يوه مشر ملا باقي يې له پلاره غوښتي وو، چې لور دې ځانمرګي بريد ته چمتو کړي او پلار يې ورسره منلې وه.

د زرمينې په وينا، وړمه شپه په داسې حال کې چې ځانمرګي بريد ته چمتو کړاى شوې وه، په سيمه کې د پوليسو يوې نږدې پوستې ته له بريده يوه ورځ مخکې ولېږل شوه څو سيمه وڅاري، خو دې ځان پوليسو ته تسليم کړ.

هغه وايي چې طالبانو او د کورنۍ غړو ورته ويلي وو چې يو بل  هلک او نجلۍ يې هم ځانمرګي بريد ته چمتو کړي او په نږدې پوستو به تر دې وروسته  بريدونه وکړي.

د دې په وينا، کله چې يې ځان پوليسو ته تسليم کړ، ددې پلار او د نورو وسله والو طالبانو پلرونه او خپلوان يې پوستې ته ورپسې راغلل ، ترڅو بېرته يې بوځي ، خو دې يې مخالفت وکړ او په ډاګه يې کړه چې هېڅکله نور نه غواړي له پلار سره واوسي.

زرمينې وويل چې طالبانو او پلار يې ورته ويلي وو، چې له دې بريد سره ډېر ثوابونه ترلاسه کوي.

هغه وايي چې پلار، مور، پنځه وروڼه او دوه خوندي لري، پلار يې په کروندو کې کار کوي او له طالبانو سره هم نږدې اړيکې لري.

په نوزاد ولسوالۍ کې د عامه نظم د پوليسو ددويم کنډک قوماندان سمونيار فضل هادي پژواک اژانس ته وويل چې دوی د همدې سيمې د اوسېدونکو په مرسته له دې احتمالي پېښې خبر او په دې تمه  وو چې په  يو ډول ياده نجلۍ وژغوري.

نوموړي ددې پوښتني په ځواب کې چې کېدای شي، ياده نجلۍ د يوې بلي پېښې له وېرې له کوره تېښته کړې وي ، وويل چې نجلۍ په خپله په دې خبره اعتراف کړى  او هر څوک کولى شي په دې اړه پلټنې وکړي.

د هغه په وينا، په ياده سيمه کې داسې پېښې نور هم شوي چې له ماشومانو په ځانمرګو بريدونو کې ګټه  پورته  شوې او ددوی پر سرتېرو يې بريدونه کړي دي .

په لښکرګاه کې د پوليسو داتمي لوا رييس ارکان او سر پرست سمونوال سيد الرحمن شايق وايي چې دې ته ورته نورې پېښې هم شوې دي او دوى يې پلټنې کوي، څو ماشومان له يادو پېښو وژغوري.

هغه پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې د زرمينې له پلار او ماماګانو سربېره د طالبانو سيمه ييز قوماندانان ملا باقي، ملا نظر محمد ، هجرت او ملا نورخى لاس لري.

د يادونې ده چې تېر کال په خانشين ولسوالۍ کې يوه ١٢ کلنه نجلۍ چې سپوږمۍ نومېده او ځانمرګي بريد ته چمتو شوې وه، ځان پوليسو ته سپارلى وه.

د يوه بل خبر له مخې، ددې ولايت په مارجې ولسوالۍ کې دوه موټر سايکل سپاره وسله وال وروسته له هغه د پوليسو له خوا ووژل شول، چې پر دوى يې بريد کړى و.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريد احمد عبيد پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه د مارجې ولسوالۍ د نهم بلاک په سيمه کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه، دغو وسله والو پر پوليسو ډزې کړې وې چې له امله يې يو پوليس ټپي شوى و، خو په ځوابي بريد کې دواړه بريدګر ووژل شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.