مزار شريف ( پژواک، ٨ مرغومى ٩٣ ) : په بلخ ولايت کې د مدني ټولنو يو شمېر غړي او محصلين له دولت څخه غوښتنه کوي چې ناقانونه مدرسې دې دولتي چوکاټ کې شاملې شي.
د بلخ ولايت د محصلينو د همغږۍ د مرکز مشر سيد محمد يزدان پرست د مرغومي په ٨مه، په ددې ولايت د پوهنې رياست کې يوې غونډې ته وويل چې څو ورځې مخکې په بادغيس ولايت کې د مدرسې زده کوونکو د ملي اردو يو سرتېرى وژلى و.
هغه زياته کړه، چې دغه سرتېرى يادې مدرسې ته د اودس کولو لپاره تللى و، چې بيا د زده کوونکو له خوا وژل شوى و.
نوموړى وايي چې ډېرى مدرسې ثبت نه دي او په غير قانوني توګه فعاليت کوي .
يزدان پرست د پوهنې له وزارت څخه وغوښتل چې دا ډول غير قانوني مدرسې بندې کړي .
د مدني ټولنې غړي عبدالشکور نجفي زاده وويل چې دولت بايد تر خپل کنټرول لاندې ساحو کې ديني مدرسې کنټرول کړي او که يې نه شي کولى نو بندې دې کړي.
نوموړي دغه راز له حکومت څخه وغوښتل چې ددغو مدرسو نصاب دې هم د معارف وزارت له نصاب سره برابر کړي.
د بلخ د پوهنې رياست د اسلامي تعليماتو مرستيال نصير الدين انصاري پژواک ته وويل چې په بلخ ولايت کې هم داسې مدرسې شته چې له دوى سره راجستر نه دي.
هغه زياته کړه، چې دا مدرسې ددوى له کنټروله وتلې دي او هڅه کوي چې په کنټرول کې يې راولي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن