جلال اباد (پژواک ۸ مرغومى ۹۳): د ننګرهار د مستوفيت رياست چارواکي وايي چې سږکال يې په عوايدو کې ١٦ سلنه زياتوالى راغلى دى.
دغه څرګندونې د ننګرهار مستوفي ډاکټر محمد علم استحاقزي د مرغومي په اتمه په جلال اباد ښارکې يوې خبري غونډې ته وکړې.
هغه زياته کړه، چې د تېرکال په پرتله يې په عوايدو کې ١٦ سلنه زياتوالى راغلى او هغه هدف يې ترلاسه کړى چې د کال په پيل کې ورته ورکړل شوى و.
نوموړى وايي چې په روان لمريز کال کې يې شاوخوا ١٢ ميليارده افغانۍ عوايد درلودل ، چې د تېر کال په پرتله يې ۲۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد زيات شوي دي.
اسحاقزي وويل چې دا عوايد يې له ګمرک، ښاروالۍ، برېښنا شرکت، د اوبو رسولو شبکه ، د انحصاراتو ادارې او يو شمېر نورو ادارو څخه ترلاسه کړي دي.
نوموړي زياته کړه : (( موږ به خپله اداره کې اصلاحات راوستي او د رهبرۍ هيئت مو د ننګرهار ولايتي ادارې سره په همغږۍ ټول کارونه ترسره کړي چې له امله يې عوايد زيات شوي.))
اسحاقزي وايې، چې که دولتي او امنيتي ادارې په عايداتي برخه کې څنګه چې لازمه ده ورسره همکاري وکړي ، عوايد به نور هم زيات شي.
هغه زياته کړه : (( زموږ عوايد اوس هم ختيځ زون اکمالولی شي.))
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن