ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا ٢٢٨ ښوونځي ودانۍ نه لري

د پکتيکا ٢٢٨ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
30 Dec 2014 - 13:10
د پکتيکا ٢٢٨ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
30 Dec 2014 - 13:10

ښرنه (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): په پکتيکا ولايت کې د ٣٥٨ ښوونځيو له ډلې ٢٢٨ ښوونځي ودانۍ نه لري چې ښوونکي او زده کوونکي يې له ستونزو سره مخ کړي.

دغو ښوونځو ته د ودانۍ د نشتوالي تر څنګ په ځينو سيمو کې د مسلکي ښوونکو کموالى يا نشتوالى بله هغه ستونزه ده چې د پکتيکا پوهنيز سکټور ننګوي.

ځايي خلک، زده کوونکي او د ولسواليو د پوهنې ځينې امرين غوښتنه کوي چې حکومت دې دا ستونزې جدي ونيسي او حل لاره دې ورته پيدا کړي.

د يوسف خېل ولسوالۍ د پوهنې امر معصوم خان پژواک خبري اژانس ته وويل په دې ولسوالۍ کې ١٢ ښوونځي فعال دي چې  يواځې پنځه يې ودانۍ لري.

هغه وويل په پاتې ښوونځيو کې يې خېمې درولې او زده کوونکي د باد  او باران پر مهال په کې له ستونزو سره مخ وي.

همداراز د مټاخان ولسوالۍ د پوهنې امر احمدجان پژواک ته وويل په دې ولسوالۍ کې زياتره ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې تدريسي نظام له ستونزو سره مخ وي.

هغه وايي: ((په ځينو ښوونځيو کې خېمې دي، د باد او باران پر مهال زده کوونکي او ښوونکي په بد وضعيت کې وي، بيا نو مجبور شو  رخصت يې کړو.))

نوموړى زياتوي چې د مسلکي ښوونکو کموالى يې بله لويه ستونزه ده چې بايد پاملرنه ورته وشي.

د ښرنې د الجهاد لېسې سر ښوونکي محمداسلم پژواک ته وويل چې پوهنې رياست بايد مسلکي ښوونځي ډېر کړي او درسي کتابونه پر وخت توزېع کړي.

ده زياته کړه: ((کال پاى ته ورسېږي خو د درسي کتابونو درک نه وي.))

د ديان ولسوالۍ د مرکزي لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکي محب الله پژواک اژانس ته وويل چې لېسه يې درسي خونې نه لري او درسي صنفونه تر ونو او خېمو لاندې دي.

هغه زياته کړه: ((کله چې باران وي بېخي ښوونځي ته نه ځو؛ که باد شي نو سرپناه نشته کتابونه مو باد وړي او سترګې مو له شګو ډکېږي.))

نوموړي غوښتنه وکړه چې د درس لپاره دې ورته خونې جوړې شي.

د مرکز  ښرنې د علي بابا لېسې زده کوونکي امرالله پژواک اژانس ته وويل چې درسي خونې لري خو درسي کتابونه پر وخت نه ورسېږي.

د ده په وينا: ((که پوهنې رياست کتابونه پر وخت توزېع کړي زده کوونکي به په ښه توګه درسونه زده کړي.))

په مرکز ښرنه کې د پوهنې د شورا مشر حاجي عبدالعزيز وايي چې د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې پوهنيز سکتور ښه شوى خو په ځينو سيمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري چې بايد پاملرنه ورته وشي.

د ده په خبره، څو ځلې يې دا مسئله له مسوولو چارواکو سره شريکه کړې ده.

د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي ومنله چې ٢٢٨ ښوونځي يې ودانۍ نه لري او له همدې امله يې سلګونه زده کوونکي په ستونزمن حالت کې درسونه وايي.

ځاځي پژواک ته وويل: ((دې ستونزې ته په کتو مو په ١٣٩٣ کال کې د ١٦ ښوونځيو د جوړولو چارې پيل کړي او پاتې ښوونځيو ته به له پلان سره سم ودانۍ جوړې شي.))

نوموړى وايي چې په تېرو کلونو کې د کتابونو د وېش او انتقال ستونزه وه، خو په راتلونکي کال کې به دا ستونزه نه وي.

بلخوا د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل پژواک اژانس ته وويل چې د هېواد په کچه يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او دوى د بوديجې مطابق ورته د ودانيو جوړولو پلان  لري.

د حقمل په وينا، دا ودانۍ به ولايتونو ته په مساوي ډول جوړېږي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.