ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنځو پرمختيايي پروژو چارې بشپړې شوې

د پنځو پرمختيايي پروژو چارې بشپړې شوې

author avatar
31 Dec 2014 - 16:00
د پنځو پرمختيايي پروژو چارې بشپړې شوې
author avatar
31 Dec 2014 - 16:00

ګردېز (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٣): په پکتيا او ميدان وردګو ولايتونو کې پنځه ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې چې له هغو په استفادې به زرګونه خلکو ته ګټه رسېږي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي نن (د مرغومي ١٠مه) په دې تړاو غونډه کې وويل، په دې پروژو کې درې پلونه دي چې د (انراف) موسسې په مالي لګښت په سيدکرم او احمدخېلو ولسواليو کې د ۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي دي.
نوموړي وويل چې د دغو پلونو په جوړېدو سره به په زرګونو کورنيو ته د تګ راتګ اسانتيا برابره شي او پخوا د دې سيمې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
د ده په خبره، د څمکنيو په ولسوالۍ کې يې د نهه ميليونه افغانيو په لګښت د برېښنايي ژرندې يوه پروژه هم پرانيسته چې لګښت يې د سولې ولايتي شورا د دفتر له لوري ورکړل شوی دی.
د سيمې اوسېدونکو د دغو پلونو پر جوړولو خوښي څرګندوي او وايي چې په دې سره به يې ګڼې ستونزې هوارې شي.
داحمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی حبيب الرحمن پژواک اژانس ته وايي چې د باران پر وخت د سېلابونو د راوتلو له امله به له ګڼو ستونزو سره مخ وو او له خپلې سيمې به مرکز يا ولسوالۍ ته د تګ لپاره به يې په ساعتونو انتظار کاوه.
دی وايي چې دغه پل پنځه ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي او له ډېر پخوا يې خلکو د جوړولو هيله درلوده.
د تېرو څو کلونو په څېر په پکتيا کې د بيارغونې چارې خورا ټکنۍ وې خو د وروستيو څو رغنيزو پروژو له امله ځايي خلک خوشال دي او د ورته پروژو غوښتنه کوي.
د يو بل خبر له مخې، د کليو پراختيا د ثبات پروګرام له لوري د شاوخوا يو ميليون افغانيو په لګښت د لومړي ځل لپاره د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د واليبال او فوټبال لوبغالي جوړ شول.
دغه لوبغالي د يادې ولسوالۍ د اله سنګ سيمې اتفاق لېسې ته څېرمه د شاوخوا درېيو مياشتو په موده کې په ۲۸۰۰ متره مربع سيمه کې جوړ شوي او نن د مرغومي په ١٠مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د چک ولسوال محمدهاشم وويل، دا لومړی ځل دی چې په دې ولسوالۍ کې د ځوانانو لپاره د لوبو په موخه د واليبال او فوټبال معياري لوبغالي جوړېږي.
د ولايتي شورا مؤقت منشي شريف الله هوتک جانان هم د ولسونو په استازيتوب له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د پروژې په بشپړېدو کې يې ونډه اخيستې ده.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.