ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرتاج عزيز: خاوره به مو د افغانستان پر ضد ونه کارول شي

سرتاج عزيز: خاوره به مو د افغانستان پر ضد ونه کارول شي

author avatar
31 Dec 2014 - 12:28
سرتاج عزيز: خاوره به مو د افغانستان پر ضد ونه کارول شي
author avatar
31 Dec 2014 - 12:28

کابل (پژواک،١٠ مرغومى ٩٣): د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وايي چې هېڅکله به يې خاوره د افغانستان پر ضد ونه کارول شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرغومي په ١٠مه خبر ورکړى چې سرتاج عزيز دغه ‌څرګندونې پرون ناوخته په اسلام اباد کې د افغانستان د ملي شورا له ١٦ کسيزې ډلې سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې د افغانستان د مشرانو جرګې د غړي بازمحمد زرمتي او د ولسي جرګې د غړي عبدالقادر ځاځي په مشرۍ دغه پلاوى اسلام اباد ته راغلى او تر اوسه يې د پارلمان تر څنګ له بېلابېلو چارواکوسره ليدلي دي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار د افغانستان د ملي شورا له پلاوي سره د ليدنې پر مهال په ډاګه کړې چې افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ له ګډ دښمن سره مخ دي او بايد په ګډه يې پر ضد مبارزه وشي.

هغه زياته کړې، دواړو هېوادونو ټينګ هوډ کړى چې چا ته به له خپلې خاورې د يو بل پر ضد د کارولو اجازه نه ورکوي.

سرتاج عزيز ويلي چې هېواد يې يو با ثبات، پرمختللى او پياوړى افغانستان غواړي او د افغان ولسمشر له سفر سره د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم پياوړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنيت شورا د ادارو تر منځ اړيکې زياتې او پياوړې شوې او د خبرو اترو لړۍ يې هم پيل کړې ده.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ويلي چې هېواد يې د افغانستان د سولې او بيارغونې په برخه کې هر ډول مرستې ته تيار دى.

سرچينې زياته کړې چې افغان پلاوي د پېښور د ښوونځي پر بريد خواشيني څرګنده کړه.

د پاکستان د سياسي چارو يوه کارپوه او پخواني پوځي چارواکي محمودشاه ويلي چې ډېر ژر به د افغانستان او پاکستان تر منځ ناسم پوهاوى لرې او د باور فضا به رامنځته شي.

هغه زياته کړه چې ترهګرۍ د دواړو هېوادونو ولسونه ځپلي دي او اوس په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره بايد جدي کارونه ترسره شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.