ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ٢٠١٤ کې په افغانستان کې ٧٥ بهرني سرتېري وژل شوي

په ٢٠١٤ کې په افغانستان کې ٧٥ بهرني سرتېري وژل شوي

author avatar
31 Dec 2014 - 11:19
په ٢٠١٤ کې په افغانستان کې ٧٥ بهرني سرتېري وژل شوي
author avatar
31 Dec 2014 - 11:19

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٣): د ٢٠١٤ کال پر مهال په افغانستان کې د ناټو يواځې ٧٥ سرتېري وژل شوي چې په تېرو ١٠ کلونو کې تر ټولو کم شمېر دي.

خو په دغه کال کې د افغان ملي ځواکونو مرګ ژوبلې ډېره لوړه شوې وه او شاوخوا پنځه زره افغان ملي سرتېري وژل شوي دي.

په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې په افغانستان کې يواځې ٦٠ بهرني سرتېري وژل شوي وو، خو له هغه وروسته هر کال د بهرنيو وژل شوو سرتېرو شمېر ډېرېده.

د (زيانونو) يا (اى کژولټيز) په نوم يوې وېبپاڼې چې په عراق او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې خپروي، د معلوماتو له مخې، سږ په ٢٠١٤ کال کې په افغانستان کې ٧٥ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو سرتېرو کې ٥٠ امريکايي، ٦ برېتانوي او پاتې نور د ايساف او ناټو اړوندنورو هېوادونو سرتېري وو.

دې سرچينې په خپل لېست کې هغه سرتېري هم شامل کړي چې په افغانستان کې ټپي شوي خو بيا يې د خپلو هېوادونو په روغتونونو کې سا ورکړې ده.

د ٢٠١٤ کال فبرورۍ او جون مياشتې د ناټو لپاره تر ټولو خونړۍ وې؛ په فبرورۍ کې لس او په جون کې ١٢ بهرني سرتېري وژل شوي خو په مارچ، نوامبر او اکتوبر کې يواځې درې، درې سرتېري وژل شوي وو.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د وژل شوو سرتېرو کره شمېر نه لري او هغوى هم رسنيو ته د يادې وېپاڼې چې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات خپروي، پته ورکوي.

خو دا چې سږ کال په افغانستان کې د ناټو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه ولې ټيټه شوې، يادې سرچينې وويل چې امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي او اوس ډېر عمليات د هغوى له خوا ترسره کېږي؛ ځکه د نړيوالو ځواکونو تلفات کم شوي دي.

د زيانونو يا اى کژولټيز ويبپاڼې د معلوماتو له مخې، په تېرو ١٣ کلونو کې په افغانستان کې ٣٤٨٥ بهرني سرتېري وژل شوي او تر ٣٠ زرو پورې ټپيان دي.

سرچينه زياتوي چې هلمند په تېرو ١٣ کلونو کې د بهرنيانو لپاره تر ټولو خونړى ولايت و، په دې موده کې په هلمند کې ٩٥٢ بهرني سرتېري ووژل شول، په کندهار کې د ٥٥٥ سرتېرو په وژل کېدو سره په دويم مقام او کابل د ١٨٣ سرتېرو په وژل کېدو سره په درېيم مقام و.

بدخشان، سرپل او دايکنډي هغه ولايتونه دي چې په تېرو ١٣ کلونو کې په کې هېڅ بهرنى سرتېرى نه دى وژل شوى.

د ايساف په تېر جګړه ييز ماموريت کې د شاوخوا ٥١ هېوادونو سرتېرو برخه اخيستې وه، خو په تېرو ١٣ کلونو جګړو کې د ٣٠ هېوادونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې تر ټولو زيات ٢٣٥٦ امريکايي، ٤٥٣ برېتانوي، ١٥٨ کاناډايي، ٨٦ فرانسوي او ٥٤ الماني سرتېري وژل شوي دي.

د يادونې ده، تېر کال بيا د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره زياته وه، په دغه کال کې نږدې پنځه زره افغان سرتېري وژل شوي وو.

نړيوالو رسنيو د افغانستان او نړيوالو ځواکونو د سرچينو په حواله ليکلي چې په تېرو ١٣ کلنه جګړه کې شاوخوا ٢٠٥١٥ افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.