ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د ورسج سړک پوخ شو

د تخار د ورسج سړک پوخ شو

author avatar
1 Jan 2015 - 12:52
د تخار د ورسج سړک پوخ شو
author avatar
1 Jan 2015 - 12:52

تالقان (پژواک، ١١ مرغومى ٩٣): د تخار د ورسج ولسوالۍ د سړک پر جوړېدو ځايي خلکو ته يې پر نورو اسانتياوو سربېره د پرمختګ زمينه برابره کړې ده.

ځايي خلک وايي د دغه سړک په جوړېدو د کرنيزو محصولاتو پر انتقال او اقتصادي پياوړتيا ښه اغېز لرلى دى.

حبيب الرحمن چې د تخار او ورسج په اوږده لار موټر چلوونکی دی چې له پنځو کلونو راهيسې په دې لار د سپرليو موټر چلوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دغه سړکونه ډېر خراب وو، ډېر موټر به سيند ته لوېدل، اوس دغه سړک ښه شوی. تر ورسج پورې پنځه ساعته مزل و اوس دوه نيم ساعته شوى دى، پخوا کرايه ٤٠٠ افغانۍ وه خو اوس دوو سوو ته راټيټه شوې ده.))

ورسج ولسوالۍ ته دا يوازېنۍ غځېدلې لار ده چې اوسېدونکي يې خپل کرنيز محصولات پرې تالقانو ښار ته رسوي او له مرکزه اړين توکي خپلو کورونو ته وړي.

خانقا د ورسج مرکزي ښار دی چې د اړوندو لرې پرتو سيمو ورته د سودا په موخه د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو ورته ډېر کسان راځي.

له خانقا د يوه لرې کلي لخستان اوسېدونکي عبدالصمد چې پر خره يې دغه بازار ته د خرڅلاو لپاره کچالو بار کړي وايي د فرخار- ورسج سړک له جوړېدو سره يې ستونزې هوارې شوې دي.

ده پژواک ته وويل: ((ناروغان به مو په مشکل تالقانو ته د درمنلې لپاره راوړل. ډېر ناروغان په لارو کې مړه شوي، خو اوس پر ترانسپورتي اسانتياوو سربېره خلکو ته د ګټې وټې زمينې برابرې شوې دي.))

ورسج د تخار له کرنيزو ولسواليو بلل کېږي چې باغدارۍ په کې تر ډېره وده کړې ده.

ځايي باغداران وايي چې د سړک په جوړېدو يې سږ کال ټولې مېوې پر وخت مارکېټونو ته ورسېدې او تر نورو کلونو يې کټه ډېره وه.

د تخار د فوايد عامې رييس انجنير عبدالرووف عبيدي پژواک اژانس ته وويل پر دغه سړك پر كرېړ اچولو سربېره پلونه، استنادي دېوالونه او د سېلابونو د مخنيوي لپاره معبرونه جوړ شوي دي.

عبيدي وايي چې د دغه سړک ټولې چارې بشپړې شوې خو په وينا يې چې تر دې دمه په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته وړاندې شوی نه دی.

هغه وويل: ((د فرخار-ورسج سړک ۵۳ کيلومتره دی چې ۲۵ کيلومتره يې پوخ شوی. پاتې برخه يې جوړ شوی، شګې پرې اچول شوې دي. دغه سړک ترانسپورتي اسانتياوې برابره کړي. د دغه سړك پلن والى ۹ متره دی چې په ۶ متره يې كرېړ اچول شوی.))

نوموړی وايي له دغه سړک څخه د فرخار او ورسج ټول اوسېدونکي، د بغلان خوست، فرينګ او دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي څه باندې ۸۰۰ زره اوسېدونکي تګ راتګ کولا‌ى شي.

د فوايد عامې رييس وايي هڅه کوي چې د فرخار – ورسج د سړک پاتې برخې جوړولو ته بسپنه پيدا او جوړ يې کړي.

ياده دې وي دغه سړک چې ٥١ كيلومتره اوږدوالى لري، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د المان پرمختيايي بانك له لارې د ٧ ميليونه او درى سوه زره ډالرو په لګښت جوړ شوی دى.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.