ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد يوه شرکت لخوا زيانمن شويو سلګونو کسانو لاريون وکړ

د جلال اباد يوه شرکت لخوا زيانمن شويو سلګونو کسانو لاريون وکړ

author avatar
2 Jan 2015 - 15:48
د جلال اباد يوه شرکت لخوا زيانمن شويو سلګونو کسانو لاريون وکړ
author avatar
2 Jan 2015 - 15:48

جلال اباد(پژواک ۱۲ مرغومي ۹۳) : د ننګرهار په جلال اباد ښار کې هغو سلګونو کورنيو لاريون وکړ، چې ديوه شرکت لخوا ترې لسګونه ميليونه افغانۍ تښتول شوي دي.

د عابد عرفان په نامه د مريو اوبدلو يوه شرکت له تېرو څو مياشتو راهيسې له خلکو پيسې راټولې کړې وې ، خو له څه مودې مخکې دغه شرکت بند او مسوولين يې تښتيدلي دي.

د ننګرهار ولايت د سلګونو کورنيو غړيو د مرغومي په ١٢مه، په جلال اباد ښار کې د يوه لاريون په ترڅ کې ولايتي اداره په بې کفايتۍ تورنه کړه او ادعا يې کوله، چې تر اوسه دغه اداره په دې برخه کې هېڅ اقدامات نه دي کړي .

لاريون کوونکو له کابل څخه د يوه بلا صلاحيته پلاوي د لېږلو غوښتنه کوله، چې ياده موضوع سمه وڅيړي او خلکو سره لازمې مرستې وکړي.

د يادې پېښې يو تن زيانمن حبيب الله چې له لغمان ولايت څخه په دې لاريون کې د ګډون په موخه راغلى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره کورنۍ لسګونه زره افغانۍ زيان ليدلى دى.

هغه له ولسمشر څخه وغوښتل چې د يوه ځانګړي فرمان له مخې يو پلاوی د پېښې د څېړلو لپاره راوليږي. .

ده زياته کړه : ((د پنځه اويا زره افغانيو مرۍ مې اخيستې وې، خو ظالمانو فساد وکړ او پيسې يې  وتښتولې.))

د حبيب الله په نامه يوه بل زيانمن د پردې تر شا د شرکت اصلي مشر د ښېوې ولسوالۍ يو تن  وسلوال قهار دی چې اوس هم جلال اباد ښار کې د ساتونکو سره سرې سترګې ګرځي.

هغه زياته کړه  : (( موږ څو څو ځلې ياد کس جلال اباد ښار کې ولېد، د امنيتي ادارو سره مو د هغه د شتون خبر ورکړ خو امنيتي ادارې هېڅ په دې برخه کې هېڅ نه دي کړي.))

له سره رود ولسوالۍ څخه راغلى يو تن اسلام ګل وايي چې د ١٥٠ زرو  افغانيو مرۍ يې اخيستې وې ‌او خپل ټول شته يې له لاسه ورکړي دي.

د شاه بي بي يوې مېرمنې پژواک ته وويل چې د خپلو چرګانۍ هګۍ يې خرڅې کړې وې او بيا يې پرې مرۍ اخيستې وې، خو ظالمانو هر څه وتښتول.

په جلال اباد کې د مدني ټولنې يو تن غړي انجنير زلمی چې په دې لاريون کې يې ګډون کړى ، پژواک ته وويل چې د ننګرهار وليیت چارواکې د پېښې په څېړنه کې پاتې راغلې او بايد چې له کابله يو ځانګړې پلاوی د پېښې د څېړلو په موخه راشي.

د هغه په وينا، د عابد عرفان د شرکت په نوم غلو له څوارلس نيم زره غريبو کورنيو څخه په سوونه ميليونه افغانۍ تښتولې دي.

د ننګرهار ولايتي شورا يوتن غړی اسرار الله مراد په خپلو خبرو کې وويل چې ولايتي شورا ټول استازي ولس سره خوا په خوا ولاړ دي او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې ژرترژره دې د يادو غريبو خلکو مرستې ته راودانګې.

د يادونې وړ ده چې څو مياشتې مخکې په جلال اباد ښار کې د عابد عرفان په نوم يو شرکت فعاليت پيل کړى و،  له خلکو يې پرته له کوم ضمانته پيسې اخيستې او په لسو ورځو کې د مرۍ اوبدلو په بدل کې دېرش سلنې ګټه ورکوله او پيسې يې ځان سره ساتله چې د څو سوه ميليونه افغانيو تر ټولونې څخه وروسته وتښتېدل .

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال چې وايي چې د ياد فساد په تور يې يو شمېر کسان نيولي او پلټنې يې ترې روانې دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.