ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتي شورا: د پکتيا د ګمرک ډېر عوايد شخصي جېبونو ته ځي

ولايتي شورا: د پکتيا د ګمرک ډېر عوايد شخصي جېبونو ته ځي

author avatar
4 Jan 2015 - 13:06
ولايتي شورا: د پکتيا د ګمرک ډېر عوايد شخصي جېبونو ته ځي
author avatar
4 Jan 2015 - 13:06

ګردېز (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣): د پکتيا د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د دغه ولايت د ګمرک په اداره کې پراخ فساد شته او د مخنيوي غوښتنه يې کوي.

  • خو د ګمرک رياست وايي، دوى د فساد کچه ټيټه کړې چې له امله يې عوايد ډېر شوي دي.

د ولايتي شورا غړي وايي چې دننه په ګمرک کې له بېلابېلو غير قانوني لارو په هرو څلرويشتو ساعتونو کې په لکونو افغانۍ اخيستل کېږي.

د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم توکي چې په موټر کې وي، د هغو له مخې نه ګمرک کېږي، بلکې په خپله خوښه کم وزن يې ګمرک کېږي او د اضافي وزن پيسې يې شخصي جېبونو ته ځي.

نوموړی وايي د دې تر څنګ يو شمېر موټر د ګمرک د کارکوونکو له خوا د شپې له مخې د يو اندازه پيسو په مقابل کې هېڅ نه محصول کېږي او همداسې پرېښودل کېږي.

قادري وايي چې ولايتي شورا نوې په کار پيل کړی، تر اوسه دوی کاري کمېتې جوړوي چې له دې وروسته به په دې اداره کې دغه فساد وڅېړي.

د پکتيا د ولايتي شورا يو بل غړی تاج محمد منګل هم ورته خبره کوي او وايي چې د دغه ولايت د ګمرک په اداره کې پراخ فساد موجود دی.

دی وايي چې کله يو موټر ګمرک شي نو نمبر پلېټ يې په بل موټر پورې نښول کېږي او همدغه موټر بې محصوله تېرېږي.

نوموړی وايي چې د شپې له خوا هم زيات شمېر موټر د ګمرک له کار کوونکو سره د جوړ جاړي له امله پرته له محصوله تېريږي.

تاج محمد منګل وايي چې د دغو کړنو له امله په هرو ٢٤ ساعتونو کې سلګونه زره افغانۍ شخصي جېبونو ته ځي.

د ده په خبره، که چېرې ګمرکونه کنټرول شي نو ډېرې پيسې به دولت ته په لاس ورشي او په ملي بوديجه کې به د پام وړ ډېروالی راشي.

د (پکتيا پرېس کلب) خبريالان هم د شپې مهال له هغې تلې ليدنه وکړه چې محصول شوي موټر په کې تلل کېږي او له محصول شوو توکو سره يې توپير معلومېږي.

دوی دا معلومه کړه چې له هر موټره له اوو تر لس ټنه پورې د وزن پيسې اخيستل شوې خو په رسمي پاڼه کې نه، بلکې غير قانوني اخيستل شوې دي.

پر تلې سربېره د شپې مهال ډېر شمېر هغه موټر هم وليدل شول چې غوښتل يې بې ګمرکه تېر شي.

د پکتيا له ګمرکه نه يواځې د نوې ولايتي شورا غړي شکايت کوي، بلکې له دې وړاندې د پخوانۍ ولايتي شورا غړو هم په وار وار شکايت کاوه.

د ولايتي شورا پخوانی رييس ښايسته جان احدي هم د يادو وکيلانو ټولې خبرې تاييدوي او وايي چې له بېلابېلو لارو له موټر چلوونکو پيسې اخيستل کېږي.

نوموړی وايي، د ګمرک په اداره کې يواځې د يوې کورنۍ غړي مقرر شوي او د ولسي جرګې غړي او نور داسې نور کسان په کې شريک دي چې ګتې يې سره شريکې دي.

احدي وايي، د دوی د شکايتونو پر اساس پلاوى راغلی او د ګمرک د ادارې دغه فساد څېړلى او دوی ته يې ويلي وو چې په اداره کې به يې بدلون راولي.

پژواک خبري اژانس ته هم يو غږ را رسېدلی چې د ډنډې پټان سرحدي ولسوالۍ چې ګمرک په کې موجود دی، د دې ادارې مدير له يوه موټر چلوونکي د غير قانوني پيسو غوښتنه کوي.

په دغه غږ کې مدير له يوه موټر چلوونکي د دوو بار شوو موټرو په بدل کې لس- لس زره پيسې غواړي او په خبره يې له نورو موټر چلوونکو پنځلس زره غواړي.

د ګمرک مدير چلوونکي ته د وضاحت لپاره وايي،کومې پيسې چې له دوی اخلي د ځان لپاره نه، بلکې له خپل رييس، ولسوال، امنيه قوماندان او ځينو نورو چارواکو سره يې وېشي.

خو د ګردېز د ګمرک مدير صديق احمدخېل وايي، لکه څنګه چې د ولايتي شورا غړي او نور د فساد خبره کوي په هماغه اندازه فساد نشته خو تر يو بريده يې مني.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ده په راتګ سره چې شاوخوا دوه کاله کېږي د فساد کچه راټيټه شوې او د ګمرک په عوايدو کې زياتوالی راغلی دی.

دی وايي چې د سوداګريزو توکو د سم نه محصول کېدو ستونزه شته چې لامل يې د ځای د کموالي ستونزه ده چې دوی نه شي کولای په پوره ډول موټر خالي کړي او هغه ټول چک کړي.

احمدخېل د پخوانۍ ولايتي شورا د مشر ښايسته جان احدي د ادعاوو په اړه وايي چې په اداره کې يې هېڅ کوم خپل نه دی مقرر شوی او نه يوه کس د مقررۍ هڅه کړې ده.

دی وايي، پخواني رييس په ګمرک کې د خپلو خپلوانو د مقررۍ غوښتنه کړې او د ده د نه منلو په صورت کې يې ورسره مخالفت کړی دی.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.