شبرغان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٣): د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې يوه تعويذ ليکونکي د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
د جوزجان امنيه قوماندانۍ د اپراسيون امر سمونوال عبدالمنان رووفي وايي چې ملا اکبر ٤٥ کاله عمر درلود او تېره شپه يې د اقچې ولسوالۍ په تبي کلي کې د چره ييز ټوپک په وسيله ځان وژلى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوې او تر اوسه څرګنده نه ده چې د ځان وژنې لامل يې څه دى.
خو د اقچې ولسوال رحمت الله حشر وايي چې ملا اکبر د اقتصادي ستونزو له امله له کورنۍ سره تر شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.
د عبدالواسع په نوم يوه ځايي اوسېدونکي وويل چې ملا اکبر پخوا تعويذونه ليکل او خلکو يوه اندازه پيسې ورکولې، خو دغو پيسو يې د کورنۍ لپاره بسنه نه کوله.
دغه اوسېدونکي زياته کړه: ((ملا اکبر په تل په کور کې د کورنۍ د لګښتونو په اړه شور ماشور او جنجالونه کول.))
هغه زياتوي چې ملا اکبر په يوه ځايي ديني مدرسه کې درس ويلى و، څلور زامن او دوې لوڼـې لري، مشر زوى يې ١٤ کلن دى، ماشومان يې ښوونځي ته ځي او دا چې نوموړى د خپلې کورنۍ او ښوونځي لګښتونه نه شوى پوره کولى، نو ناچاره شو چې ځان وژنه وکړي.
که څه هم سږ کال په جوزجان کې د کورني تاوتريخوالي له امله د ښځو د ځانوژنو او وژنو په اړه لس موارد د بشري حقونو په ساحوي کمېسيون کې ثبت شوي، خو دا لومړى ځل دى چې يو تعويذ ليکونکى ځانوژنه کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن