ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ١٨ ولايتونو کې ٢٤٥٠ جريبه نوي باغونه جوړ شوي

په ١٨ ولايتونو کې ٢٤٥٠ جريبه نوي باغونه جوړ شوي

author avatar
6 Jan 2015 - 17:12
په ١٨ ولايتونو کې ٢٤٥٠ جريبه نوي باغونه جوړ شوي
author avatar
6 Jan 2015 - 17:12

 کابل (پژواک ١٦ مرغومى ٩٣): د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د هېواد په ١٨ ولايتونو کې د مالدارۍ او بڼوالۍ ملي پروژې له لارې د مني د کمپاين پر مهال ٢٤٥٠ جريبه نوي باغونه جوړ کړي دي.

 د يادې پروژې د بڼوالۍ برخې (NHLP) مسوول خادم حسين پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه کمپاين شاوخوا يوه مياشت وړاندې پيل شوى و او په دې وروستيو کې پاى ته رسېدلى دى.

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه کمپاين کې په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان، فارياب، ننګرهار، لغمان، کونړ، غور، هرات، کابل، پکتيا، پروان او کاپيسا ولايتونو کې نوي باغونه جوړ شوي دي.

 همدم زياته کړه، چې په دغو باغونو کې د مڼې، بادامو، شفتالو، زردالو، ګيلاس، الوچو، ستروس، ناک او د ميوو يو شمېر نور ډولونه شامل دي.

 د هغه په وينا، د دغو باغونه پنځوس سلنه لګښتونه د يادې پروژې او پاتې نور يې د بزګرانو له لوري ورکول شوي دي.

 همدم څرګنده کړه، چې له دې پرته د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژه به له دغو باغونو د درېيو کلونو لپاره ساتنه هم وکړي او بزګرانو ته به شل کيلوګرامه کيمياوي سره (DAP) د رشقې درې کيلوګرامه تخم چې د ونو تر منځ په فاصله کې کرل کېږي، ورکړي.

 هغه وويل، چې په دغه موده کې به بزګرانو ته د اوبو لګونې، د بڼوالۍ د مديريت او له زيان او ناروغيو څخه د باغونو د ساتلو او بازارموندنې په برخو کې غوره لارښوونې وشي.

  د بڼوالۍ او مالدارۍ دغه ملي پروسه له ١٣٨٦ لمريز کال راهيسې پيل شوې او د افغانستان د بيارغونې صندوق له لوري يې ملاتړ کېږي.

 د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د مالدارۍ او بڼوالۍ ملي پروژې د مالدارۍ برخه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې فعاليت لري، خو د بڼوالۍ برخه يې تر اوسه پورې يواځې ٢٣ ولايتونو ته رسېدلې او ټاکل شوې چې پاتې ولايتونه هم د دغې پروژې تر پوښښ لاندې راشي.

 همدم وايي، چې د يادې پروژې د بڼوالۍ برخې له لارې تر اوسه پورې ٥٠ زره جريبه باغونه نوي جوړ شوي او له ٦٥ زره څخه ډېر پخواني باغونه له سره رغول شوي دي.

 همدارنګه هغه څرګنده کړه، چې د کورني اقتصاد د پراختيا په برخه کې د ٤٠ زره بې وزلو ښځو لپاره کورنۍ باغچې هم جوړې شوې دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.