ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د معتادينو روغتون ٥٠ بستريز شو

د غزني د معتادينو روغتون ٥٠ بستريز شو

author avatar
7 Jan 2015 - 16:07
د غزني د معتادينو روغتون ٥٠ بستريز شو
author avatar
7 Jan 2015 - 16:07

غزني ښار (پژواک، ۱۷ مرغومى ۹۳): د غزني د عامې روغتيا چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د روږدو کسانو لپاره ٢٠ بستريز روغتون ٥٠ بستريز ته لوړ شو.

د غزني د عامي روغتیا ريیسه ضیاءګل اسفنده يي وايي چي د روغتون د بسترونو په ډېرېدو سره به په دغه ولايت کې د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې شته ستونزې يو څه هوارې شي.

مېرمن اسفنده يي وايي چې په غزني کې د روږدو کسانو شمېر ډېر دى خو د درملنې لپاره يې امکانات کم وو.

نوموړې زياته کړه: “مخکې شل بستره وو چې موږ نه شوای کولای زیات ناروغان تداوي کړو، خو اوس چې ۵۰ بستره شول ستونزې به مو هم کمې شي.”

د غزني د عامي روغتیا ريیسه وايي دوى په ډېره ستونزه د روږدو درملنه کوي خو ډېر کله تداوي شوي کسان بيا د نشه يي توکو استعمال ته مخه کوي چې د دې په وينا عمده لامل يې بېکاري او اقتصادي ستونزې دي.

نوموړې پر حکومت غږ وکړ چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي تر څو د خلکو اقتصاد وده وکړي او تر څنګ يې په ټولنه کې د اعتياد مخه ونيول شي.

د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده وويل چې د عامې روغتيا له وزارته يې غوښتي چې په غزني کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره يو بل روغتون هم جوړ کړي.

اکبرزاده وويل، په پلان کې ده راتلونکى کال د يوه بل سل بستريز روغتون د جوړولو چارې هم پيل شي.

اکبرزاده زياته کړه: “هیله من یم چې په راتلونکو کلونو کې په غزني کې هېڅ روږدى کس ونه لرو.”

محمدالله چې په ایران کې د کار کولو پر مهال پر نشه يي توکو روږدى شوى وايي چې که دلته په خپل هېواد کې وزګار نه واى نو هېڅکله به هم ايران ته واى تللى او نه به پر نشه روږدى واى.

نوموړى زياتوي: “لومړی مې چرس څکول خو وروسته مې پوډرو او هیروینو ته هم مخه شوه. له کله چې په دې روغتون کې بستر شوی یم نو په روغتيايي حالت کې ٣٠ فيصده ښه والى راغلى دى.”

محمدالله وايې که روږدو ته په روغتون کې د فزيکي فعاليت او ورزش زمينه برابره شي، نو په ډېره کمه موده کې به له دې “بد مرض” څخه خلاص شي.

يو معتاد رحیم الله چې له شلو ورځو راهيسې په روغتون کې بستري دى او پخوا يې په غزني ښار کې دوکانداري کوله وايي چې که دولت غواړي ځوانان پر نشه يي توکو روږدي نه شي او د روږدو کسانو په شمېر کې کموالى راشي نو د درملنې تر څنګ دې د هغو کسانو مخه ونيسي چې په رڼا ورځ نشه توکي پلوري.

د غزني سرپرست والي که څه هم دا خبره نه مني چې په دغه ولایت کې په رڼا ورځ خلک نشه يې توکي وپلوري خو وايي چې دا موضوع به له امنيتي ارګانونو سره په کلکه وڅاري.

د غزني د روغتيايي مسوولينو د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دغه ولايت کې نږدې ۲۰ زره کسان پر نشه يې توکو روږدي دي چې شمېر يې ورځ تر بلې زياتېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.