ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند د افغانستان له نساجۍ صنعت سره مرسته کوي

هند د افغانستان له نساجۍ صنعت سره مرسته کوي

author avatar
7 Jan 2015 - 19:38
هند د افغانستان له نساجۍ صنعت سره مرسته کوي
author avatar
7 Jan 2015 - 19:38

کابل (پژواک ١٧ مرغومى ٩٣): د هندوستان هېواد د افغانستان د نساجۍ صنايعو د راژوندي کولو لپاره، چې په تېرو درېيو لسيزو جګړو کې ويجاړې شوې، هراړخيزه مرسته کوي.

دغه مرسته په هغه هوکړه ليک کې راغلې، چې نن د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او په کابل کې د هندوستان سفير تر منځ لاسليک شو.

د سوداګرۍ وزارت سرپرست او مرستيال مزمل شينواري، هندوستان د نساجۍ د صنعت په ډګر کې يو پرمختللى هېواد وباله او ويې ويل، چې د دغه هوکړه ليک له مخې به ياد هېواد له افغانستان سره د نساجۍ د صنعت د بيا راژوندي کولو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه زياته کړه، د دغه هوکړه ليک له مخې د هندوستان هېواد د صنايعو وزارت، د افغانستان له دولت او خصوصي سکټور سره د ظرفيت جوړولو، د پانګونې د پراختيا، مهارتونو د لوړولو او د نساجۍ صنعت په تخنيکي ډګرونو کې مرسته کوي.

د ده په وينا، اوسمهال په هېواد کې د نساجۍ صنعت د خامو توکو لوړه کچه شتون لري، چې په توليد سره يې کورنۍ اړتياوې پوره کېدلى شي او ان د سيمې او نړۍ هېوادونو ته يې د لېږد امکان هم شته دى.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست وويل، چې دولت او خصوصي سکټور بايد د هندوستان له سوداګرو څخه د جامو او نساجۍ د صنعت په برخه کې ډېره ګټه پورته کړي، ځکه هندوستان د نساجۍ د توليداتو په برخه کې د نړۍ له مشهورو هېوادونو څخه دى.

هغه وويل، چې د ١٣٧٠ لمريز کال په لسيزه کې په هېواد کې د نساجۍ توليد شتون درلود، خو د وخت په تېرېدو سره دغه صنعت له منځه تلو سره مخ شو.

د ماشيني نساجي بنسټ، په ١٣٣٢ لمريز کال د لومړي ځل لپاره د کاپيسا ولايت په ګلبهار کې کېښودل شو. دغې فابريکې هغه مهال د ګنډلو ٢٥٠٠ ماشينونه، د مالوچو د تنظيم ٥٢زره دوک، ٣٠٠ هستوګنيز کورونه او ١٤زره کارکوونکي درلودل.

له هغه وروسته د افغان نساجۍ، بګراميو نساجۍ او د پشمي ټوکرونو فابريکې هم ورغول شوې، چې د هېواد په داخل کې له کارولو پرته بهر ته هم لېږدول کېدل.

د سوداګرۍ سرپرست او مرستيال وويل، چې اوسمهال يواځې په هرات ولايت کې د کشميره د توليد دوه کوچنۍ فابريکې فعاليت لري او دولت هڅه کوي، د خصوصي سکټور په مرسته په هغو ولايتونو کې چې د نساجۍ فابريکې شته، فعالې کړي.

شينواري زياته کړه، که چېرې دغه صنعت يو ځل بيا راژوندى شي، نو خلکو ته به د کار ښه زمينه برابره شي.

هغه زياته کړه، چې د دغه هوکړه ليک له لاسليک وروسته به د دواړو هېوادونو يوه ګډه کاري ډله جوړه شي او د نساجۍ صنعت د راژوندي کولو پر پروګرامونو به غور او کار وکړي.

په افغانستان کې د هندوستان هېواد سفير امر سينها  Amar sinhaچې دغه هوکړه ليک يې لاسليک کړ، هغه د دواړو هېوادونو لپاره يو ښه پيل وباله او ويې ويل، چې هېواد به يې د افغانستان د نساجۍ له صنعت سره په هره برخه کې مرسته وکړي.

هغه زياته کړه، چې هېواد به يې له افغانستان سره د صنعتي توليداتو، تخنيکي برخو او د کارکوونکو د روزنې په برخه کې هم مرسته وکړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.