ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو او ځينې خوراکي توکو بيې راټيټې شوې دي

د تېلو او ځينې خوراکي توکو بيې راټيټې شوې دي

author avatar
8 Jan 2015 - 15:49
د تېلو او ځينې خوراکي توکو بيې راټيټې شوې دي
author avatar
8 Jan 2015 - 15:49

کابل (پژواک ١٨ مرغومى ٩٣):کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د تېلو، وريجو، اوړو، غوړيو او شين چاى بيې راټيټې شوې، خو د سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

 د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک مسوول عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ليتر پټرول تېلو بيه له ٥٣ افغانۍ څخه ٤٨ افغانۍ او د يوه ليتر ډېزل تېلو بيه له ٤٩ افغانۍ څخه ٤٧ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

 د هغه په وينا، په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيې د راټيټېدو او د تېلو د ډېرو واردولو له امله په هېواد کې د تېلو بيې راټيټې شوې دي.

 د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي خان محمد وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٦٨٠٠ افغانۍ او يو خروار ارچه لرګي په ٦٥٠٠ افغانۍ دي.

 د کابل ښار د تايمني د پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي محمد شريف په وينا، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٦٥ افغانۍ ده.

د لومړنيو خوراکي توکو له ډلې يواځې د بورې او تور چاى بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجو بيه له ١٦٠٠ څخه ١٥٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه له ١٢٨٠ څخه ١٢٧٠ افغانۍ، ١٦ ليتره مومن غوړي له ١٠٥٠ افغانۍ څخه ١٠٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين ويتنامي چاى له ١٨٠ افغانۍ څخه ١٧٠ افغانۍ ته راټيټ شوى دى.

د هغه په وينا، د يادو توکو بيې په نړيواله کچه راټيټې شوې دي.

خو هغه وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلو بورې عمده پلور بيه ١٧٢٠ افغانۍ او د يوه کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢١٠ افغانۍ ده.

 د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيې سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

 د کابل ښار د دهن باغ يوه هټۍ وال خانعلي وويل، چې نن د ٢٤ کيلوګرامه سېله پاکستانۍ وريجو بيه ٢٠٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني وړه ١٣٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو بوره ١٨٥٠ افغانۍ، ١٦ ليتره مومن غوړي ١١٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٥٠ افغانۍ او يو کيلو شين چاى په ٢٤٠ افغانۍ دى.

د روسي سرو زرو بيه د تېرې اونۍ په پرتله لوړه شوې دي.

 د کابل په تيمورشاهي واټ کې د حاجي صالح محمد د زرګرۍ مالک محمد فواد وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله  د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٠٠٠ افغانۍ څخه ٢٠٥٠ افغانۍ او د يوه ګرام روسي سرو زرو بيه له ١٦٥٠ افغانيو څخه ١٦٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

 نوموړي وويل، چې د سرو زرو بيې  په نړيوالو بازارونو کې هم لوړې شوې دي.

 د کابل د شهزاده سراى د يوه صراف احمدشاه صالحي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٨ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٧١ افغانۍ دى.

 تېره پنجشنبه؛ د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٨،٢٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٧٧ افغانۍ و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.