کابل (پژواک ١٨ مرغومى ٩٣): د کرکټ ملي لوبډلې سکاټلنډ ته په نړيواله يوه ورځنۍ سيالۍ کې ماتې ورکړه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، د سکاټلنډ او ایرلنډ هېوادونو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له سکاټلنډ څخه وګټله.
ده زياته کړه، د لوبې پچه د ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د هغه په وينا، د سکاټلنډ لوبډلې په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره، افغان ملي لوبډلې ته د ۲۳۷ منډو هدف ورکړ.
هغه وايي، د افغان توپ اچوونکو له لوري دولت ځدراڼ ۳ او میرویس اشرف د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند زياتوي، ملي لوبغاړو ټاکل شوی هدف د سیالۍ په ۳۸ اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ، چې له ډلې یې جاوېد احمدي ۷۴، ناصر جمال ۵۲، عثمان غني ۴۸ او افسر ځاځي هم ۴۸ منډې جوړې کړې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن