ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له رخام ډبرې څخه جوړ شوي مصنوعات ښه بازار لري

له رخام ډبرې څخه جوړ شوي مصنوعات ښه بازار لري

author avatar
10 Jan 2015 - 15:11
له رخام ډبرې څخه جوړ شوي مصنوعات ښه بازار لري
author avatar
10 Jan 2015 - 15:11

کندهار ( پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٣ ) : په کندهار ولايت کې د لومړي ځل لپاره د رخام ډبرې د پروسس فابريکه جوړه شوې چې د هلمند له ديشو ولسوالۍ څخه ورته ډبرې راوړل کېږي او له توږلو وروسته ورڅخه ښکلي توکي جوړېږي.

که څه هم د هلمند په مرکز لښکرګاه کې کلونه وړاندې د وخت د حکومت له خوا دغسې يوه فابريکه جوړه شوې او په دې وروستيو کې خصوصي سکتور ته سپارل شوې ده، خو په کندهار کې دا لومړى ځل دى چې د خصوصي سکتور په پانګونه دغسې يوه فابريکه جوړېږي.

په دې فابريکه کې له رخام ډبرې څخه نه يواځې د کورونو او دفترونو لپاره ښکلاييز توکي، ګلدانۍ، مېزونه او د خوړو بېلابېل لوښي جوړېږي، بلکې د ودانيو د فرشولو لپاره هم ښکلې صيقل شوې ډبرې توليدوي.

د دې فابريکې مشر حاجي علي احمد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې له ډېر پخوا څخه د رخام ډبرې د راويستو او بهر ته د هغو د لېږد کاروبار کوي.

هغه زياته کړه د کانونو له وزارت سره د رسمي قرارداد پر بنسټ د هلمند په ديشو ولسوالۍ کې د رخام ډبرې را باسي او له هغه ځايه يې چين، ايټاليا او ځينو نورو هېوادونو ته صادروي.

د نوموړي په وينا، د رخام ډبره يې په ثابت شکل بهرنيو هېوادونو ته صادروله، چې هلته به ورڅخه بېلابېل مصنوعات جوړېدل او د نورو هېوادونو تر څنګ به بېرته افغانستان ته را واردېدل او دلته په لوړه بيه پلورل کېدل.

دى وايي، تر دې وروسته ورسره فکر پيدا شو چې ولې د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې دننه داسې يوه فابريکه نه جوړوي چې رخام ډبره په کې پروسس او بېلابېل مصنوعات ورڅخه جوړ شي.

د نوموړي په وينا، د همدې فکر له مخې يې څو مياشتې وړاندې په کندهار کې د حجارۍ د فابريکې بنسټ کېښود، چې شاوخوا درې سوه زره ډالر پانګونه يې ورباندې کړې ده.

ده وويل، د فابريکې په جوړولو سره خپلې هغې موخې ته ورسېد چې معدن د افغانانو دى او د پروسس چارې يې هم بايد د افغانانو په لاس همدلته تر سره شي.

ده وويل، فابريکې ته يې ماشينري له ايټاليا راوړې، چې په پيل کې ورسره بهرنيو کارګرو کار کاوه، خو د هغوى په وسيله يې شاوخوا ٢٠ تنه افغان کارګر وروزل او اوس ورسره يواځې همدا کارګر کار کوي.

نوموړى وايي، کارکوونکي يې لومړى د هلمند ولايت له ديشو ولسوالۍ څخه د رخام ډبرې راباسي او بيا يې مرکز لښکرګاه ته انتقالوي، چې وروسته د همدې ولايت د کانونو د رياست د جواز ليک له مخې کندهار ولايت ته رالېږدول کېږي.

دى وايي، اوس مهال په دې فابريکه کې له رخام ډبرې څخه د کورونو او دفترونو لپاره ښکلاييز توکي، ګلدانۍ، مېزونه، د خوړو بېلابېل لوښي او د ودانيو د فرشولو لپاره صيقل شوې ډبرې توليدوي، چې ډېر لوړ کيفيت لري او په ټول هېواد کې يې مينه وال موندلي دي.

هغه زياتوي، دا چې د رخام ډبرې معدن همدلته دى او د پروسس چارې يې هم دلته تر سره کېږي، نو په همدې بنسټ يې د مصنوعاتو بيه ډېره ټيټه ده، چې د بهرنيو وارداتي توکو مخنيوى يې کړى دى.

دى وايي، د افغانستان د رخام ډبرې ځانګړتيا دا ده چې ښکلى رنګ لري او هېندارې په څېر د شفاف کېدو وړتيا لري، چې په همدې بنسټ يې تېر کال په ټوله نړۍ دويم مقام تر لاسه کړى دى.

د ده په خبره، د رُخام ډبرې کانونه په چين او ايټاليا کې هم شته خو دا چې په دغو هېوادونو کې دغه معدن نور په کمېدو دى، کېداى شي د افغانستان رخام ډبره لومړى مقام تر لاسه کړي، ځکه دغه معدن په هلمند ولايت کې د ١٥٧ کيلومتره په اوږدوالي او د ٢٥ کيلومتره په بر (سور ) پروت دى، چې ډېر زيات پراخ دى.

نوموړي خپلو مصنوعاتو ته د بازار موندنې په اړه وويل چې اوسمهال يې توليدات په کور دننه ښه بازار لري، خو که دولت ورسره مرسته وکړي، نو کېداى شي نورو هېوادونو ته يې هم په پروسس شوې بڼه صادر کړي.

هغه د خپلو کارونو پر وړاندې د برېښنا نشتوالى لويه ستونزه وګڼله او ويې ويل چې د ماشينرۍ د چلولو لپاره له جنراتورونو کار اخلي، چې دې چارې يې لګښتونه لوړ کړي دي.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې د برېښنا تر څنګ دې د هغوى توليداتو ته نړيوال مارکېټ پيدا کړي.

د حجارۍ د يادې شوې فابرېکې د کارګرو مشر محمد انور پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د دغه صنعت په برخه کې کار کوي.

دى وايي، تر دې وړاندې يې د پاکستان د ډبرو په بېلابېلو فابريکو کې کار کړى، خو له هغه وروسته چې په کندهار کې د حجارۍ فابريکه جوړه شوې، همدلته په کار بوخت دى.

هغه زياته کړه، مصنوعات يې نړيوال سټنډرډ لري او په دې وروستيو کې يې په ټول هېواد کې ډېر مينه وال موندلي، چې د خپلو کورونو او دفترونو تر څنګ يې د ډالۍ ورکولو لپاره اخلي.

د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکي هم وايي چې اوس مهال ډېر خلک د ودانيو د جوړولو پر مهال له رُخام ډبرې کار اخلي، ډېره زياته ښکلا لري.

د عبدالرووف په نوم د کندهار ښار يوه اوسېدونکي په دې اړه پژواک اژانس ته وويل چې پخوا به د ودانيو په جوړولو کې له بهرنيو هېوادونو څخه راوړل کېدونکي کاشي او نورې ډبرې کارېدلې، چې هم يې بيه لوړه وه او هم يې هومره ښکلا نه لرله.

دى وايي، اوس چې په کور دننه د رخام ډبرې د پروسس چارې اسانه شوې، خلک يې د ودانيو د فرشولو لپاره کاروي، چې هم يې بيه ټيټه ده او هم هېوادنى صنعت دى.

په نړيوالو بازارونو کې د هلمند د رُخام ډبرې د يو ټُن بيه شاوخوا ١٠٠٠ ډالره ده، چې تر دې وړاندې په ثابت شکل بهرنيو هېوادونو ته لېږدول کېدله، خو داسې ښکاري چې اوس په کور د ننه د دې ډبرې پروسس ته د پانګوالو پام ور اوښتى دى.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.