ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ايران کې ناروغ افغان کارګر خپل مرګ ته شېبې شمېري

په ايران کې ناروغ افغان کارګر خپل مرګ ته شېبې شمېري

author avatar
12 Jan 2015 - 17:02
په ايران کې ناروغ افغان کارګر خپل مرګ ته شېبې شمېري
author avatar
12 Jan 2015 - 17:02

 تهران (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٣): يو رنځور افغان کارګر چې په ايران کې د خپلې درملنې لپاره پيسې نه لري، وايي چې خپل مرګ ته شېبې شمېري.

صفي الله هغه افغان کډوال کارګر دى چې مياشت مخکې تهران ته په قاچاقي لارو راغلى او پر سختو لارو د مزله له امله يې کولمه پرې شوې ده.

٣٠ کلن صفي الله اوس د پيسو د نه شتون له امله په تهران ښار کې د سختو ټپو له امله په خپله خونه کې بستر دى او وايي دوه ځلې يې عمليات کړي، خو د درملو لپاره پيسې نه لري نه هيله يې نشته چې ژوندى پاتې شي.

هغه په تهران کې د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې د تهران په يوه روغتون کې عمليات وکړل خو د پيسو د کموالي له امله په روغتون کې يرغمل و او د ورځو په تېرېدو به يې لګښتونه ډېرېدل.

دى وايي، وروسته يې په تهران کې ملګرو د ده ٨ ميليونه تومان فيس چې تر ٢٥٠٠ ډالرو (١٣٤ زره افغانى) ډېر کېږي، ورکړ او اوس په خپله خونه کې بستر دى خو د ټپونو د ښه کېدو د درملو د پېرلو وس نه لري.

نوموړي وايي، د تهران د هفت تير سيمې په يوه روغتون کې يې دوه ځلې عمليات شوي خو د ټولې درملنې لګښتونه يې ملګرو ورکړي دي.

ده يادونه وکړه: ((د لومړي ځل تر عملياتو وروسته مې د پيسو د نه شتون له امله روغتون پرېښود او درمل مې هم وانه خستل، بيا مې زخم خراب شو، دويم ځل مې عمليات وکړل خو دغه ځل راسره بېخې پيسې نه وې.))

هغه دې پوښتنې په ځواب کې چې اوس څومره ښه يې؟ وويل: ((څه ښه يم، شېبې شمارم چې کله به مرم او جسد به مې هېواد جان ته وړي، نه درمل لرم او نه مې زخم ښه کېږي.))

ده ويل ايران ته ځکه راغلى چې په هېواد کې ورته کار نه پيدا کېده، بوډا پلار يې ناروغ دى، مور يې هم ډېر کله مريضه وي او کوچنى ورور يې يوازې ښوونځي ته ځي.

هغه د پژواک خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په قاچاقي لارو ايران ته راځي وويل: ((ځکه چې په کابل کې د ايران سفارت د وېزې په سر ډېرې پيسې او وثيقه غواړي.))

په ايران کې پر صفي الله سربېره د دغو هېواد د معلوماتو له مخې درې ميليونه افغان کډوال اوسېږي چې د ايراني چارواکو د ٤٥٠ زره په شمېر به په راتلونکي شپږو مياشتو کې وباسي.

د مطيع الله په نوم يوه بل افغان کډوال وايي چې تهران د کډوالو د ايستلو د فشار او د وېزو د ورکړې په برخه کې د مشکلاتو پر ډېرولو سربېره په دغه هېواد کې افغان کارګرو ته حقوق نه ورکوي.

ده پژواک اژانس ته وويل: ((له يوه ايراني سره مې شل شپې ډېر سخت کار وکړ، خو د کار په پاى کې يې پيسې رانه کړې. دوه مياشتې له بل ايراني سره کار کوم، ۱۵سوه زره تومنه مې کېږي، خو نه يې دي راکړي، موده مخکې مې ترې په ډېرو زاريو يو څه اندازه په خپل حق واخيست نور ورسره پاتې دي.))

نوموړى وايي که په هېواد کې ورته د کار زمينه برابره شي حتمي ورستنېږي او هلته له خپلې کورنۍ سره ژوند ته دوام ورکوي.

تهران تر دې مخکې هم د افغان کډوالو په ځورولو تورن شوى، خو د دغه هېواد چارواکو تل دغسې رپوټونه رد کړي دي.

روانه مياشت د مرغومي په ١٥مه د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت د اتباع لوى رييس ډاکتر کا‌ظمي له افغان پلاوي سره په ليدنه کې ويلي وو چې ايران په راتلونکي شپږو مياشتو کې د کډوالو د ايستلو پر تنظيم کار کوي.

ده ويلي وو چې شپږ مياشتې وروسته به هغه ٤٥٠ زره افغان کډوال وباسي چې له افغان حکومت سره يې پر سره هوکړه شوې ده.

په دې کتنه کې د افغان پلاوي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينې سمين حسن زاده ويلي وو چې ايران د ويزې پر سر له افغانانو ٣٠٠ ايرو اخلي او دلته له هر مېشت افغان کډواله د کال ١٠٠ ميليونه تومان ماليه غواړي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حنيف اتمر تهران ته په خپل سفر کې پژواک ته ويلي وو چې له ايراني چارواکو سره يې پر نورو مسايلو سربېره د افغان کډوالو پر وضعيت هم خبرې کړې دي.

ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې افغان ولسمشر هم ايران ته سفر وکړي چې له ايراني چارواکو سره به يې د بحث يوه موضوع د افغان کډوالو پر وضعيت او د کډوالۍ پر څرنګوالي راڅرخي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.