ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د ښيښې جوړولو فابريکه جوړېږي

په بلخ کې د ښيښې جوړولو فابريکه جوړېږي

author avatar
12 Jan 2015 - 15:56
په بلخ کې د ښيښې جوړولو فابريکه جوړېږي
author avatar
12 Jan 2015 - 15:56

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٣): په بلخ ولايت کې به دې د ښيښې شګې کان په استخراج سره به په دغه ولايت کې د ښيښې او ناشکن جوړولو لومړۍ فابريکه جوړه شي.

د دغه کان د استخراج تړون د ١٣٩٢ لمريز کال د غويي مياشتې په ٢١مه نېټه د لس کلونو لپاره له افغان-امريکايي ګډې کمپنۍ “ياسمين ماينينګ” سره د لسو کلونو لپاره لاسليک شوى دى.

د بلخ د کانونو او پټروليم وزارت د چارواکو په خبره، د ښېښې رېګ کان يا ” کوارتزي رېګ” د دغه ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې دى.

د کانونو برخې کارپوهان وايي چې ښېښه رېګ يا (کوارتزي رېګ) د سيليسيم Si کيمياوي توکو برخه ده چې په طبيعت کې تر ډېره په ازاده توګه پيدا کېږي او لوړه تودوخه لري.

د ښېښې د جوړولو لپاره د دې شګې په ترکيب کې کمه اندازه ګچ، چونه او المونيم هم کارول کېږي.

د بلخ ولايت د کانونو او پټروليم وزارت د سرپرست انجنير دادمحمد ځاځي د معلوماتو له مخې، د ښيښې شګې کان اکتشافي پړاوونه او د فابريکې بنسټيز جوړښتونه د کان په ساحه کې بشپړ شوي او د کمپنۍ له خوا به يې د استخراج او توليد کار ډېر ژر پيل شي.

نوموړي د ښيښې شګې (کوارتزي رېګ) د ښيښې لپاره له بنسټيزو توکو بولي او وايي چې د ښيښې شګې د شولګرې ولسوالۍ په پول ماموکري سيمه او د شولګرې ولسوالۍ په رباط ساحه کې له غوره کيفيت څخه برخمن دى.

دې سرچينې مخکې وويل چې د ښيښې شګې کان (کوارتزي رېګ) په ٣٨٩ هکتاره ځمکه کې د ٥-١٠ ميليون ټنه حجم پورې اټکل شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې ځينې کمپنۍ د دغه کان د استخراج لپاره داوطلبي ورکړې وه، خو په پايله کې د “ياسمين ماينينګ”په نوم يوه کورنۍ کمپنۍ په داوطلبۍ کې ګټونکې شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کمپنۍ د دوو لومړنيو کلونو لپاره شاوخوا ٤٨ ميليونه امريکايي ډالر د بنسټونو جوړونې او له کانه د رېګ په استخراج کې پانګونه کوي چې وروسته د اتو نورو کلونو لپاره غځېږي او په ټوله کې به تر راتلونکو لسو کلونو پورې ٢٥٠ ميليون امريکايي ډالرو ته ورسېږي.

انجنير دادمحمد ځاځي وويل چې په دې فابريکه کې به د توليد له پيل سره څه باندې زرو کسانو ته د کار زمينه مساعده شي.

هغه هيله څرګنده کړه چې له دغه کان څخه د ښيښې او ناشکن د توليد سربېره پر دې چې د هېواد په دننه کې به وکارول شي، ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته به هم صادر شي.

د نوموړي په باور، په دې سيمه کې غوره امنيت وضعيت، په دې فابريکه کې د استخراج او توليد د کچې لوړېدو لامل ګرځي او په بلخ ولايت کې به اقتصادي وضعيت ورسره ښه شي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي عباس ابراهيم زاده په دغه ولايت کې د ښيښې د شګې استخراج او د ښيښې، ناشکن فابريکې جوړول يو مثبت ګام بولي.

هغه زياته کړه: ((په تېرو ١٣ کلونو کې د هغو فابريکو جوړونې ته کمه پاملرنه شوې ده چې خام توکي يې په هېواد پيدا کېږي.))

په ولسي جرګه کې د خلکو دغه استازى باور لري چې د دې فابريکې جوړېدل به پر کورنيو سرچينو پانګونه راجلب کړي.

نوموړي وويل په دغه ولايت کې د ښيښې او ناشکن فابريکې جوړول په نړيوال معيار او زياته پانګونه جوړېږي او کوم ماشينونه چې په کې کارېږي، د ګاونډيو هېوادونو په ورته فابريکو کې هم شته دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي د صنايعو په برخه کې د ٢٥٠ ميليونه ډالرو لګول ستره پانګه بولي او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې له دې سترې پانګونې ملاتړ او ستاينه وکړي.

هغه زياته کړه چې که چېرې د ښيښې د توليد کميت او کيفيت ته ټينګه پاملرنه وشي، نو په دومره پانګونې سره کولى شو چې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو د ښيښې جوړولو فابريکو سره سيالي وکړو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال هر کال د څه باندې ٥٠ ميليون ډالرو په ارزښت له بېلابېلو هېوادونو ښيښه واردوي چې د ښيښې د توليد په پيل سره به د دې شمېرې ډېره برخه دې کورنۍ فابريکې ته ورسېږي.

هغه وويل: ((ښيښه هغه ودانيز توکى دى چې افغانستان ورته سخته اړتيا لري او د ښيښې له لګولو پرته نه شو کولى چې ودانيزو کارونو ته ادامه ورکړو.))

د “ياسمين ماينينګ”، کمپنۍ يو چارواکي فريداحمد پژواک خبري اژانس وويل چې ټول بنسټيز ساختماني کارونه يې بشپړ کړي او فابريکه توليد ته چمتو ده.

هغه زياته کړه چې دې فابريکې ته د ګازو د لېږد لپاره د کانونو او پټروليم وزارت د همکارۍ د نشتوالي له امله يې کار په ساحه کې درېدلى دى.

هغه زياته کړه: ((له څو مياشتو راهيسې فابريکې ته ګاز د لېږد لپاره له کانونو وزارت سره پر خبرو بوخت يو، خو د کانونو وزارت د خپلو ژمنو خلاف چې د شبرغان له ګازو څخه به ګاز ورکوي، د کاز له ورکولو ډډه کړې ده.

سرچينې همدارنګه څرګنده کړې ټول تجهيزات، ماشين الات، سړک، برېښنا، لابراتوار او ودانۍ يې جوړې شوې او هر وخت چې د کانونو وزارت ورته د کاز ور لېږدولو اجازه ورکړې، نو توليد به په کې په رسمي ډول پيل شي.

نوموړي وړاندې يادونه وکړه چې د دې فابريکې لپاره يې د ناشکن جوړولو او ښيښې جوړونې په برخه کې پرمختللي ماشين الات وارد کړي چې کولى شي له بهرنيو کمپنيو سره سيالي وکړي.

په ورته وخت کې د مزارشريف ښار ځيني اوسېدونکي د دې فابريکې پر جوړېدو خوښي وښوده او هغه يې د دغه ولايت د خلکو لپاره په کارموندنه کې مهمه وبلله.

د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکي حميدالله وويل چې ګڼ شمېر کارګران د ځينو فابريکو له تړل کېدو په ځانګړي ډول په دغه ولايت کې د کود و برق فابريکې په تړل کېدو سره وزګار شوي، خو د دې فابريکې رامنځته کېدو يوه نوې هيله ورکړې ده.

صديقي چې پخوا يې په بيدک شريف شرکت کې د برقي په توګه کار کاوه، د دغه شرکت په ماتېدو سره وزګار شوى، وويل چې کمپني بايد له کورني ځواک څخه زياته ګټه واخلي، څو د وزګارتيا کچه کمه شي.

پر دې ټولو سربېره د دې فابريکې چارواکي د حکومت له خوا د يوې ملاتړې کړنلارې نشتوالى او د ګمرکي تعرفو کموالى او د ورته بهرنيو توکو پر وارداتو د ګمرګي محصول د تعرفو نشتوالي په اړه اندېښنه لري.

د دغه افغان پانګه اچوونکي شرکت مالکان د اندېښنې په څرګندولو سره وايي که حکومت په دې برخه کې پاملرنه ونه کړي، نو لرې نه ده چې د دوى فابريکه د نورو لسګونو افغاني فابريکو په څېر له ماتې سره مخ شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.