ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزارت: ٥٥٠ ښوونځي تړلي دي

د پوهنې وزارت: ٥٥٠ ښوونځي تړلي دي

author avatar
14 Jan 2015 - 17:53
د پوهنې وزارت: ٥٥٠ ښوونځي تړلي دي
author avatar
14 Jan 2015 - 17:53

مزارشريف (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٣): د پوهنې وزارت وايي، په تېرو درېيو کلونو کې ١٠٠٠ بند ښوونځي يې پرانستي دي، خو اوس هم د جګړې او ناامنيو له امله د ټول هېواد په کچه ٥٥٠ ښوونځي تړلي او غير فعال دي.

دغه څرګندونې د پوهنې وزارت سرپرست محمد اصف ننګ د مرغومي په ۲۴مه، په بلخ ولايت کې د مسلکي او تخنيکي زده کړو د کمپلکس د پرانيستې پر مهال وکړې.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټول هېواد کې لا هم ۵۵۰ تړل شوي او غير فعال ښوونځي شته دي.

خو ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې د ټول هېواد په کچه ١٢٠٠ ښوونځي بند او يا هم غير فعال دي.

د پوهنې سرپرست وزير وويل، ياد ښوونځي په ډېرى هغو ٧٠ ولسواليو کې دي، چې ناامني په کې زياته ده.

د هغه په وينا، د دغو ښوونځيو د تړل کېدو او غير فعال پاتې کېدو له امله په ښوونځيو کې شامل ۲۵۰زره زده کوونکي، له زده کړو بې برخې پاتې دي.

اصف ننګ وويل، دغه  ټول تړل شوي او غير فعال ښوونځي د هېواد په پښتون مېشتو سيمو کې دي.

نوموړي زياته کړه، په لوی کندهار کې چې پنځه ولايتونه په کې شامل دي، د تړل شويو او غير فعال ښوونځيو شمېر زيات دی.

ننګ وويل: ((د غزني په اتو ولسواليو کې بند او غير فعال ښوونځي لرو؛ خو د همدې ولايت په ناوه ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړل شوي پاتې دي.))

همداراز د پکتيکا ولايت په ځينو ولسواليو کې هم غير فعال او تړل شوي ښوونځي شته دي.

نوموړي زياته کړه، درې کاله وړاندې په هېواد کې د تړل شويو او غيرفعالو ښوونځيو شمېر له اوسني حالت څخه درې برابره زيات وو؛ خو د پوهنې وزرات د پرله پسې هڅو په پايله کې زيات شمېر ښوونځي بيا پرانيستل شول.

ننګ وويل: ((په تېرو درې کلونو کې مو ۱۰۰۰ ښوونځي، چې تړل شوي او غير فعاله وو، بيا پرانيستي دي.))

نوموړي زياته کړه، چې د روانې جګړې له امله ډېری وخت د پوهنې وزارت کارکوونکو او د ښوونځيو زده کوونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو ۷ کلونو کې د ټول هېواد په کچه د معارف له ۴زره څخه زيات کارکوونکي په جګړو، ځانمرګو بريدونو، حملو، چاودنو، بمباريو او نورو د ناامنيو پېښو کې له منځه تللي دي.

همداراز په همدې کچه زده کوونکو په ورته پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.