ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جميلې مجاهد (( زه نيمه نړۍ يم)) کتاب چاپ شو

د جميلې مجاهد (( زه نيمه نړۍ يم)) کتاب چاپ شو

author avatar
17 Jan 2015 - 17:11
د جميلې مجاهد (( زه نيمه نړۍ يم)) کتاب چاپ شو
author avatar
17 Jan 2015 - 17:11

کابل ( پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣ ) : د ليکوالې او شاعرې جميلې مجاهد (( زه نيمه نړۍ يم)) تر سرليک لاندې نوى کتاب چاپ شو.

دغه کتاب  چې څه باندې ٢٠٠ مخونه او  ښکلې پښتۍ  لري  پنځه زره ټوکه چاپ  شوى دى.

د دغه کتاب په پيل کې د هېواد  د ولسمشر مېرمنې  بي بي ګل غني او دغه راز  د ولسي جرګې غړې مېرمن شينکۍ کړوخېل جميلې مجاهد ته  مبارکي ورکړې ده.

  بي بي ګل غني  د کتاب  په سريزه کې ليکلي : (( ستا دغه کتاب، ټولګه يا دښکلو لوظونو مجموعه چې واقعاً په ښکلو او له درده په ډکو الفاظو دې ليکلې هر لوستونکى هغه درد، ګيله او فرياد په خپله احساسوي ، ځکه د ټولنې هغو  ټولو ناخوالو، له توپيره ډکو کړنو ته دې په ډېر جرئت او زړورتيا اشاره کړې ده.))

په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو د سولې دانسټيټيوټ مشر شاه محمود مياخېل پر دې کتاب خپله سريزه کې ليکلي : (( جالب کتاب دى، د ليدونکي توجه په لومړي ځل کتلو سره راجلبوي، زما په نظر ښځه په حقيقت کې نيمه نړۍ نه، بلکې ټوله نړۍ ده، ځکه که ښځه نه واى نو موږ به هم نه وو.))

د هغه په وينا، په افغاني ټولنه کې ځينې ناوړه دودونه شته چې د سمون لپاره يې کوټليو ګامونو  اخيستو ته اړتيا ده او جميلې مجاهد هم په دغه کتاب کې ورته هڅه کړې ده.

د کتاب ليکوالې جميلې مجاهد په خپله سريزه کې ليکلي : (( ددې کتاب له چاپ څخه مې موخه داده چې د دنيا نيم شمېر وګړي ښځې دي او ښځې هم د نارينه وو په څېر د انساني کرامت لرونکې او د نارينه وو په څېر د بشري حقونو لرونکې دي، خو له بده مرغه چې د ښځو نجونو او مېرمنو له ژوند سره لوبې روانې دي.

هغې زياته کړې : (( ما له خپلو خويندو سره ژمنه کړې ترڅو چې مې ساه په تن کې وي تر څو چې زما قلم کار کوي او ترڅو چې زما ژبه چليږي د ښځو د حقوقو ترلاسه کولو لپاره به زما مبارزه  روانه وي ، دا مبارزه به تر هغه روانه وي چې ښځه د ښځې په حيث نه، بلکې د انسان په حيث وپېژندل شي او احترام يې وشي.))

نوموړې  وايي، دا سمه ده چې شعرونه به يې پوخوالى نه لري ، يا به د هنريت او شعري غوره تلازماتو لرونکي نه وي، خو دومره به وي چې يو ښه پيغام ولري.

ددې کتاب ځانګړتيا داده، چې د هر شعر سره يې انګليسي ژباړه هم ليکل شوې، چې تر اوسه  دا ډول کړنه ډېره کمه  يا هېڅ نه ده ليدل شوې.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم د  جملې مجاهد څلور کتابونه چاپ شوي دي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.