ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چاپېريال ککړتيا او ترې راپېښې ستونزې

د چاپېريال ککړتيا او ترې راپېښې ستونزې

author avatar
17 Jan 2015 - 16:05
د چاپېريال ککړتيا او ترې راپېښې ستونزې
author avatar
17 Jan 2015 - 16:05

کابل-ننګرهار-پېښور (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣): هغه سړک چې يو وخت يې پر دواړو غاړو د هټيو او پېرېدونکو ګڼه ګوڼه وه؛ اوس پرې د سړک له چټليو ډک لښتي بهېږي.

پر نشه يي توکو يو روږدى کس په چټليو کې د ستنې لټون کوي او ها غاړه بيا ماشومان په پلاستيکونو او قطيو پسې ستومانه دي.

يوه کورنۍ د خپلو کثافاتو کڅوړې غورځوي او په دې توګه د خوسا شوو توکو بد بوى هوا ته ځي.

دا د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په شمال ختيځ کې اشرف رود ساحه ده.

د پاکستان د انجينري خدماتو د ملي ادارې له خوا د خيبر پښتونخواه د چاپېريال ساتنې ادارې ته په يوه راپور کې ويل شوي چې هر ورځ په پېښور ښار کې ۶۰۲ ټنه جامد کثافات توليديږي چې د دغه ښار د هر اوسېدونکي پر سر ۰.۵ کيلوګرام جوړوي.

په همدغه راپور کې راغلي چې د تحصيل د ښارواليو شرکت چې د پېښور ښار د کثافاتو د ټولولو قرارداد لري، هره ورځ شاوخوا ۳۹۸ ټنه کثافات ټولوي.

دا په دې معنا ده چې هره ورځ تر ۲۰۰ ټنو ډېر زهري، صنعتي او نور کثافات سوځل کېږي يا پر واټونو پرېښودل کېږې چې د ښار د اوبو زېرمې چټلوي او په خلکو کې ناروغۍ رامنځته کوي.

خو له ۷۴۴۶۰ ټنه کثافاتو سره چې په يوه کال کې توليد او پاتې شوي، څه کېږي؟

 په ښار کې د کثافاتو د غورځولو ځايونه اوس د ناروغيو زېږولو پر مهمو سيمو بدل شوي، پر واټونو پراته کثافات غوماشې راټولوي او په دې توګه د ملاريا، هيپتايتس، نس ناستي او د پوستکي ناروغۍ رامنځته کوي.

د پېښور پر اشرف روډ (واټ) يو کراچۍ لرونکى ګل تاج وايي: “هر څوک چې په ښار کې موټر چلوي، د کثافاتو ډېرۍ ويني. خلک کثافات د واټونو پر څنډو غورځوي او دغه کار د ښاري د فاضله ابو سيستم بند کړی دی.”

د پېښور ښار اتيا سلنه اوبه د څښاک نه دي

د پاکستان د ساينسي او صنعتي څېړنو په شورا کې د يوه مشر څېړونکي جهانګيرشاه په خبره، په پېښور کې په سلو کې اتيا اوبه “د باکترياوو او کيمياوي کثافاتو له کبله د انسانانو د استعمال لپاره مساعدې نه دي.”

د خيبر پښتونخوا د عامې روغتيا د ادارې شمېرې څرګندوي چې په دغه ايالت کې ۵۴ سلنه خلک له اوبو د پيدا شوو ناروغيو لکه له ټايفايد او کولرا نه کړېږي.

خپله د روغتيا رياست د کثافاتو په توليد کې ملامت دى؛ ځکه چې روغتونونه له هغو ناروغانو ډک دي چې د کثافاتو د شتون له کبله ناروغه شوي دي.

د يوه چارواکي په خبره، طبي زهري کثافات هم په پېښور کې د کثافاتو له مهمو عناصرو ګڼل کېږي.

په خيبر پښتونخوا کې د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر ډاکټر محمدبصير خان وايي: “د روغتونونو کثافات د چاپېريال لپاره ډېر ستر ګواښ ګڼل کېږي.

په پېښور کې درې ستر روغتونونه شته چې د کثافاتو سوځولو ماشينونه يې له کاره لوېدلي او له دې کبله د روغتون کثافات بهر غورځول کېږي.

شپږ مياشتې وړاندې زموږ ادارې په دولتي او شخصي روغتونونو کې د کثافاتو د سوځولو د ماشينونو د شتون په اړه سروې وکړه او بيا موږ ټولو روغتونونو ته سپارښتنه وکړه چې دغه ماشينونه فعال کړي.”

په کابل کې کثافات د انسان د مړينې لامل دي

د پولې دې غاړه ته بيا په پلازمېنه کابل کې د کثافاتو د ټولولو چارواکي له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، تر څو د هوا د ککړتيا، له چټلو اوبو د رامنځته کېدونکو ناروغيو او په ښاري سيمو کې د کثافاتو د ډېرېدو مخه ونيسي.

د کابل ښاروالۍ د کثافاتو او تنظيف څانګې مشر نثاراحمد حبيبي غوري وايي: “موږ په ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۰ ټنه کثافات د کابل له بېلابېلو برخو ټولوو، خو د ماشينونو او نورو امکاناتو د کمښت له کبله په ښار کې د ټولو توليد کېدونکو کثافاتو د ټولولو وس نه لرو.”

د عامې روغتيا د وزارت د اټکل له مخې، کثافات ښايي په کال کې د ۳۰۰۰ کسانو د مړينې د چټکتيا لامل وي.

د کابل اوسېدونکي د نس ناستي، نري رنځ او ورته نورو تنفسي ناروغيو له سترو ګواښونو سره مخ دي چې ډېرې د دوړو او ککړې هوا له امله رامنځته کېږي او ماشومان تر نورو ډېر ګواښي.

د هوا د ککړتيا له کبله رامنځته شوې ناروغۍ د نورو ولايتونو په ښارونو کې هم ورته ګواښونه رامنځته کوي.

د ننګرهار ولايت د روغتيا رياست د چاپېرېال ساتنې څانګې مشر ډاکټر محمدنصير وايي: “په تېرو درېيو مياشتو کې دلته د سلګونو تنفسي ناروغانو درملنه شوې ده.”

په ننګرهار کې د سوځېدونکو ټايرونو بوى

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د جلال اباد په ښار کې د مخ په ډېرېدونکو کثافاتو د مديريت لپاره ټولنيز مسووليت بايد پراخ شي.

دا خبره د کابل زرغونتيا په اداره کې نسرين صابري هم کوي.

په جلال اباد ښار کې د تنظيف په سلګونه کارکوونکي شته خو چارواکي وايي يواځې هغه مهال د ټولو کثافاتو د ټولولو شونتيا رامنځته کېږي چې خلک يې په سمه توګه او ټاکل شوو ځايونو کې واچوي.

د ننګرهار کې د چاپېريال ساتنې ادارې مشر فضل الربي حليم وايي، هر کال په ښار کې د کثافاتو نوي ځايونه جوړېږي او هر کال په زرګونه نوي نيالګي هم کېنول کېږي، تر څو د هوا د ککړتيا مخنيوى وکړي.

نوموړى وايي: “خو د اوبو د کمښت له کبله تازه کېنول شوي نيالګي يواځې په څو اوونيو کې وچېږي.”

د چارپېريال ساتنې دغه کارپوه وايي، په جلال اباد ښار کې د هوا کيفيت په ځانګړې توګه خراب دی؛ ځکه د خښتو بټۍ د ربړ ټېرونه سوځي او هم په دغه ښار کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ موټرسايلکونه فعال دي.

ډېرې ونې له پولې هاخوا هم يو مشهور شعار دی، خو په پېښور کې د چاپېرېال ساتنې يو فعال وايي په اصل کې ځنګلونه وهل کېږي او په ښارونو کې بيا شنه ځايونه له منځه ځي.

د سرحد په نوم د چاپېريال ساتنې د يوه مرکز غړى عديل ظريف وايي: “په پاکستان کې چارواکي د ځنګلونه په کيسه کې هم نه دي. زموږ په هېواد کې دولت ونې پرې کوي چې پرمختيايي پروژې پرې ترسره کړي او له همدې کبله د پېښور د واټونو له غاړو ونې د ودانيو جوړولو لپاره ايستل کېږي.”

تقلبي تېل او تورې اوبه

د پولې د دواړو غاړو په ښاري سيمو کې شنه ځايونه داسې جوړ شوي چې د موټرو، د خښتو د بټيو او د فابريکو د لوګيو مخه ونيسي.

له شک پرته چې د افغانستان په ښارونو کې د موټرو ډېرېدو د هوا کيفيت لا هم خراب کړى؛ ځکه ګڼ موټر زاړه ماشينونه لري او بې کيفيته تېل کاروي.

چارواکي وايي، لږ تر لږه له پنځو يو موټر له قانوني سټنډرد سره سمون نه لري.

د افغانستان د چاپېريال ساتني د ملي ادارې يا نيپا د پاليسي څانګې مشر کاظم همايون وايي، په کابل کې يې د تېلو د کيفيت د کنټرول څو څانګې جوړې کړې چې د بې کيفيته تېلو د وارداتو مخ نيوى وکړي.

په ټوله کې چارواکي هڅه کوي چې د ښاري پاکۍ د مديريت داسې پاليسي پلې کړي چې د ښاري پراختيا ټولې ستونزې حل کړي.

د کابل ښار د تنظيفاتو ادارې مشر غوري وايي چې په تېرې يوې لسيزه کې د کابل ښار نفوس له يو ميليون څخه شپږ ميليونه کسانو ته لوړ شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د مرکزي احصايې د تازه معلوماتو له مخې، کابل همدا اوس ٤،٢ ميليونه نفوس لري چې ٧٧،٢ سلنه يې په کابل ښار کې اوسېږي.

په پېښور کې ککړې اوبه

د پېښور د خيبر سيمې اوسېدونکي وايي چې د پيښور حالت ته د ښارې پراختېا پلان جوړونکو سمه پاملرنه نه ده کړې.

د پېښور د مسلم کوارتر ۶۰ کلن اوسېدونکی اول خان وايي چې د سېمې د اوبو سيستم ۳۰ کاله وړاندې جوړ شوی. خان وايي ” ورستې لولې چټلې اوبه جذبوي او په دې توګه موږ چټلېږي.”

اول خان وايي، لمسيان يې ډېر وخت له ناپاکو اوبو د راپيدا شوو ناروغيو له کبله روغتون ته ځي.

هغه وايي، چارواکو ته يې د ستونزو په اړه خبر ورکړى، خو د حل لپاره يې هېڅ اقدام نه دى شوى.

د پېښور د چاپېريال ساتنې اداره اټکل کوي چې پاکستان هر کال تر ٣،٥ ميليارد ډالره لګوي چې د هوا د ککړتيا مخنيوى به وکړي، خو بيا هم په پاکستان کې تر پنځو کلونو د وړو ماشومانو د ۴۰ سلنې د مړينې لامل ناپاکې اوبه جوړوي.

پېښوري چارواکي وايي، د کثافاتو او ورڅخه د رامنځته کېدونکو ناروغيو د مخ نيونې لپاره يې يو لړ اقدامات ترسره کړي دي.

د خيبر پښتونخوا د چاپېريال ساتنې ادارې مشر محمد بصير خان وايي: “په نږدې راتلونکي کې به د چاپېريال ساتنې اداره د شخصي شرکتونو په مرسته د کثافاتو د سون يو ښه ماشين له ښاره بهر فعال کړي.

په دغه ماشين او ورسره تړلو امکاناتو باندې به د ښار د جامدپر کثافاتو سربېره د روغتونونو زهري کثافات هم وسوځول شي.”

کابل د ژوند لپاره مناسب نه دی

د ننګرهارولايت وياند احمدضيا عبدالزی وايي: “والي له دې ستونزې ښه خبر دی او له اړوندو چارواکو سره کار کوي چې د هوا د ککړتيا او په دې اړه د خلکو د نورو اندېښنو د حل لپاره يو هر اړخيز ميکانېزم جوړ کړي.”

بهشته له کلونو راهيسې له ساه لنډۍ او تنفسي ناروغۍ ځورېږي او د هوا د ښه والي تمه لري.

د کابل ښار دغه ۱۹ کلنه اوسېدونکې چې دوه وړونه يې د ساه لنډۍ له کبله مړه شوي، وايي: “په دوبي کې چې هوا وچه وي، زما ساه لنډي ډېرېږي او ډېره مې ځوروي.”

يوه افغان شاعر په خپل شعر کې د کابل په اړه ويلي: “…لکه د سرو ګلونو هار ښکلى دی” خو د همدغه هېواد ولسمشر محمداشرف غني په دې وروستيو کې په يوه غونډه کې د کابل ښاروالۍ کارکوونکو ته وويل: “کابل د ژوند کولو لپاره مناسب نه دى.))

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.