ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د سپين غر راډيو خبريال وژلى

وسله والو د سپين غر راډيو خبريال وژلى

author avatar
17 Jan 2015 - 08:43
وسله والو د سپين غر راډيو خبريال وژلى
author avatar
17 Jan 2015 - 08:43

جلال اباد (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣): وسله والو په ننګرهار ولايت کې د سپين غر راډيو يو خبريال وژلى دى.

دا پېښه تېره شپه د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د حاجيانو په کلي کې رامنځته شوې ده.

د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سپين غر راډيو خبريال عقيل محمد وقار د يوه واده په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه کلي ته ورغلى و.

هغه زياته کړه چې يو شمېر وسله وال يادو مراسمو ته ورغلي او وقار يې پر ډزو وژلى دى.
د هغه په خبره چې پر دغو ډزو يو بل کس ټپي شوى دى.

سپين غر راډيو د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د ننګرهار په روداتو کې ولسوالۍ کې ده او له همدغه ځاىه خپرونې کوي.

د دې خصوصي راډيو مسوول شېربهادر همت پژواک اژانس ته د يادې پېښې د تاييد تر څنګ وويل چې وقار له چا سره شخصي ستونزه نه لرله خو نه پوهېږي چې وسله والو ولې وژلى دى.

هغه زياته کړه چې وقار يو پياوړى خبريال و او تل به يې هڅه کوله چې د ولس ستونزې رابرسېره کړي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د يادې پېښې کلکه څېړنه وکړي او د وقار قاتلين د قانون منګولو ته وسپاري.

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر استاد لعل پاچا ازمون د عقيل وقار پر وژنه خواشيني څرګنده کړه او دغه وژنه يې وغندله.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د ژورنالېستانو پر وړاندې خنډونه او ګواښونه د دواړو لورو له خوا ډېر شوي چې د دوى پر کاري بهير يې ناوړه اغېز کړى دى.

نوموړي هم له مسوولينو د دې پېښې د کره څېړنو غوښتنه وکړه.

د يادونې ده، تېر کال د افغانستان د ژورنالېستانو لپاره خونړى کال و، په دغه کال کې اته افغان ژورنالېستان ووژل شول.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.