ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت نوښتګرو کسانو ته پاملرنه نه کوي”

“حکومت نوښتګرو کسانو ته پاملرنه نه کوي”

author avatar
18 Jan 2015 - 18:38
“حکومت نوښتګرو کسانو ته پاملرنه نه کوي”
author avatar
18 Jan 2015 - 18:38

 کابل(پژواک، ٢٨ مرغومى٩٣): د هېواد پېژندل شوى نوښتګر رجب اندېشمند وايي چې د حکومت نه پاملرنه ددې لامل شوې چې د خپل څپاند استعداد سربېره هم د ودې او پرمختګ فرصتونه وبايلي.

 اندېشمند له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې له زياتو هڅو سربېره هم نه دى توانېدلى چې له پنځونو څخه يې په يوه ډول کار واخيستل شي او زياته برخه يې عملي کړي.

نوموړى په ١٣٣٨ لمريز کال  کې د کابل ښار په شور بازار سيمه کې زېږېدلى، زده کړې يې تر ١٤ ټولګي پورې د کابل ميخانيک انستيتيوت کې کړې او له ١٥ کلونو راهيسې د خپلو پنځونو په عملي کولو پيل کړى.

 د اندېشمند په خبره، په ١٥ کلنۍ کې يې د يوه لوډر په جوړولو سره د سردار داوود خان د حکومت د کانونو د وزير محمد تواب اصفي پاملرنه ځانته را واړوله او د وخت د حکومت له خوا وستايل شو.

دغه نوښتګر زياته کړه چې تر اوسه يې سلګونو دستګاوې او يا وسايل دعامو خلکو د فرمايش له مخې او ځينې نور لکه بې پيلوټه الوتکه يې د دولت د پاملرنې ور اړولو په موخه جوړ کړي، خو حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې.

 نوموړي زيات کړه چې د طالبانو له راتګ سره په ١٣٧٥ لمريز کال کې له خپلې کورنۍ سره ايران ته کډوال شو او د ماشين الاتو د ترميم په يوه شرکت کې يې دنده واخيسته، خو د حامد کرزي د حکومت له راتګ سره په ١٣٨١ کال کې هېواد ته راستون شو.

هغه ټينګار وکړ چې نوي حکومت کې د ملي شورا په ګډون  ګڼو ادارو ته مراجعه کړې چې د نوښتونو په عملي کولو کې يې ورسره مرسته وکړي، خو هېڅ وخت ورته چارواکو پاملرنه ونه کړه.

 دغه نوښتګر واده کړى او درې لوڼې لري. ده وويل چې ژوند يې په سختيو کې تېرېږي او حتى اوس اوس يې هوډ کړى و چې د دولت ددغې بې پروايۍ په سبب خپل ماشين الات او جوړ کړي شيان وسوځوي.

د اندېشمند په خبره ، که چېرته دولت دده په ګډون د نورو بېلابېلو کسانو نوښتونو ته پاملرنه وکړي، دا چاره به د هېواد د پرمختګ سبب شي.

دغه نوښتګر په داسې کې په دولت  نيوکه کوي چې د روان کال د لړم مياشتې په نيمايي کې د هېواد ملي امنيت ادارې اعلان وکړ چې د څېړنو او اختراعاتو يو ځانګړى مرکز يې جوړ کړى دى.

ددې رياست وياند حسيب صديقي ويلي و چې دغه مرکز يې له نورو دولتي بنسټونو سره په همکارۍ جوړ کړى دى.

 په هېواد کې د فوق العاده استعدادونو انجسام، له دې کسانو سره د تخنيکي، مالي او علمي مرستو کول د دې مرکز د جوړېدو  د عمده موخو په توګه اعلان شوې.

خو ددې نوښتګر په وينا، دى تر اوسه د دا ډول ارګان د شتون په اړه معلومات نه لري او بېلابېلو ارګانونو ته له ورتګ سربېره هم چا ورسره همکاري نه ده کړې.

Visits: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.