ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځو لپاره ٢٧٨ شنې خونې جوړې شوې

د ښځو لپاره ٢٧٨ شنې خونې جوړې شوې

author avatar
18 Jan 2015 - 14:32
د ښځو لپاره ٢٧٨ شنې خونې جوړې شوې
author avatar
18 Jan 2015 - 14:32

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٣): د هېواد په شمال ختيځ کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د ښځو لپاره د کارموندنې په موخه ٢٧٨کوچنۍ شنې خونې جوړې شوې.

د دې پروژې چارواکي وايي چې دغه شنې خونې په ژمني موسم کې د کښت لپاره جوړې شوې چې کار يې يوه مياشت وړاندې پيل شوى و او په دې وروستيو کې پاى ته ورسېد.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د کورنۍ ملي پروژې (NHLP) ساحوي کارکوونکې فيروزې قريشي پژوک خبري اژانس ته وويل چې په کندوز کې يې ١٢٦، په بغلان کې ٥٠ او په بدخشان کې يې ٢٠ ورته کوچنۍ شنې خونې جوړې کړې دي.

د مېرمن قريشي په خبره، له دغو کوچنيو شنو خونو څخه هره يوه يې ١٢ متره اوږدوالى او درې نيم متره پلنوالى لري او د اړتيا وړ سيخ، پلاستيک، د ١٦ډوله سبزيجاتو تخم په پروژه کې شاملو ښځو ته په وړيا ډول وېشل شوى او د دې ډول خونو د جوړونې په اړه يې هم ښځو ته روزنه ورکړې ده.

د کندوز په علي اباد کې د سميرا او قدسيې په نومو دوه مېرمنې چې اوس اوس ورته دا ډول شنې خونې جوړې شوې، وايي چې د سبزيو د کښت او پالنې له لارې کولى شي چې خپلې کورنۍ ته خواړه پيدا کړي او هم يې د پلور له لارې خپلو ماشومانو ته د ښوونځي وسايل وپېري او د کلي مېرمنې د نرانو له مرستې پرته هم سيالي او شريکي وکړي.

مېرمن قريشي هم تاييد کړه چې د دوى د څېړنو له مخې، که څه هم د هېواد په شمال ختيځ کې د ښځو لپاره د کار کولو زياته زمينه نه ده مساعده، خو بيا هم ګڼې ښځې غواړي چې په شمال ختيځ کې د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې په کورنيو باغچو کې شاملې کړي.

هېره دې نه وي چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژه تېر کال هم د هېواد په شمال ختيځ کې د بېوزلو ښځو لپاره ٩٢ کوچنۍ شنې خونې جوړې کړې وې.

د دې پروژې چارواکي وايي چې له دغو شنو خونو د هر يوه لګښت شاوخوا اووه زره افغانۍ دى چې د افغانستان د بيارغونې د صندوق (ARTF) له خوا ورکول کېږي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.